د تخار ولايت په ځینو برخو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو د تالقانو ښار او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي اړ کړي چې خپل کورونه خوشې کړي.

دغه بې‌ځايه شوي چې په کرايي کورونو کې اوسي وايي، له يوه لوري د بې‌کورۍ غم او له بل پلوه يې د ماشومانو د زده‌کړو او درملنې ته نه لاس‌رسی هغه اندېښنې دي چې دوی ترې رنځېږي.

که څه هم تخار کې د دولتي بنسټونو مسوولان د بې‌ځايه شويو کورنيو ستونزو ته د رسېدو خبره کوي؛ خو يو شمېر بې‌ځايه شوي دولت تورنوي چې دوی ته يې پام نه دی کړی.

دوی وايي، تخار کې ډېر بنسټونه دي چې د طبيعي پېښو، جګړو او له کډوالۍ زيانمنو شويو سره مرستې کوي؛ خو هغه مرستې چې شوي د دوی لومړنۍ اړتياوې نه پوره کوي.

د عبدالعزیز په نوم يو بې‌ځايه شوی ادعا کوي، څلور ځله يې د ياد ولايت د کډوالو چارو رياست ته عرېضه کړې؛ خو تر اوسه پورې يې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

شکیلا بله بې‌ځايه شوې ده وايي،  تېر کال يې د کډوالو چارو له ياد رياسته د مرستو غوښتنه وکړه؛ خو تر اوسه يې ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې.

دغه بې‌ځايه شوي د تخار د کډوالو چارو رياست مسوولان په سليقه‌وي چلند تورنوي او وايي، مرستې هغو کسانو سره کېږي چې له مسوولانو سره پېژندګلوي ولري.

دوی له والي غواړي چې د مرستو له دغې لړۍ نظارت وکړي.

عبدالجمیل چې اصلي د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکی دی په کور يې د هاوان مرمۍ لګېدلې او تالقانو ښار ته يې پناه وړې وايي، د کډوالو رييس ورته ويلي چې د يادې ولسوالۍ بې‌ځايه شوي نه سروې کېږي.

د تخار د کډوالو چارو رييس سید یاسین لبیب د بې‌ځايه شويو نيوکې مني او وايي، د دوی عرېضې په رياست کې موجودې دي؛ خو مرستندويه بنسټونه دې لپاره چې په يادو سيمو کې جګړې روانې دي، چمتو نه دي چې سروې يې وکړي.

لبیب د بې‌ځایه شويو وضعیت د حل لپاره د هڅو خبره کوي.

د تخار ولايت د کډوالو چارو ریاست د ورکړل شويو شمېرو له مخې، د تېر کال په اوږدو کې له تالقانو او له يو شمېر ولسوالیو له ۶زرو ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوي او دا شمېر مخ په ډېرېدو دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام