نن د ډېسمبر ۱۲مه، روغتیايي خدمتونه ته د ټولو وګړيو د لاس‌رسي نړیواله ورځ ده. یو شمېر هېوادوال روغتیايي خدمتونو ته له نه‌لاس‌رسي شکایت کوي او وايي، خپلو سیمو کې ان ‌لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاس‌رسی نه لري.

د دوی په وینا، د باکیفیته روغتیايي خدمتونو نه وړاندې کول، د متخصصو ډاکترانو نشت او د روغتیايي مرکزونو لرې‌والی لامل شوی چې ګڼ شمېر ناروغ لرونکي د درملنې لپاره هېواد څخه بهر سفر وکړي.

د کندهار ولایت اوسېدونکی احمد شاه او د کندوز اوسېدونکی الیاس وايي، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی، د خلکو درد دوه برابره کړی دی.

خو د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري سلام‌وطندار ته وايي، تېرو ۱۵ کلونو کې روغتیايي برخه کې مثبت بدلونونه راغلي دي.

د معصومې جعفري په وینا، اوس مهال د افغانستان ۹۳ سلنه اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسی لري.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله مني چې د عامه پوهاوي نشت او ځینو سیمو کې له ستونزو ډکې لارې، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاس‌رسي پر وړاندې خنډونه دي.

د معصومې جعفري په وینا، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې ښه‌والی راولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام