رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس ملا عبدالغني برادر به د راتلونکي حکومت مشري کوي. رویټرز لیکلي چې دا خبره د طالبانو درېوو سرچینو نن دغه اژانس ته کړې ده.
د دغې سرچینې په وینا، د ملا عمر زوی ملا یعقوب او شېرمحمد عباس ستانکزی به هم په راتلونکي حکومت کې پر لوړو څوکیو وټاکل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوه طالب چارواکي رویټرز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د دې ډلې ټول لوړپوړي چارواکي کابل ته راغلي او د نوي دولت د اعلان لپاره هم چمتووالی په بشپړېدو دی.
طالبانو دوه ورځې وړاندې وویل چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به نوی حکومت اعلان شي. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې طالبان نن له غرمې وروسته نوی حکومت اعلان کړي.