Asset 1SWN

کابل ته د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو بله کڅوړه راورسېده

Dolllllllerrrrr12-pz58v321tro3mdj6tqzzxvhzcxlkbnd8fvn1356y6g

د افغانستان بانک پر ټویټر لیکلي چې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په دوام، نن د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه بله کڅوړه هم کابل ته راورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ، تر اوسه د ۴۰ میلیونه ډالرو ۲۱ او د ۳۲ میلیونه ډالرو له ۳۰ ډېرې کڅوړې افغانستان ته رارسېدلې دي.

د افغانستان بانک د شمېرو له مخې، نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره ټول‌ټال یو میلیارډ او ۷۹۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دغه بانک ویلي، د هر هغه اصولي خوځښت ملاتړ کوي چې هېواد ته د اسعارو راتلو او له افغانانو سره د مرستې لامل شي، ستايي او د بانکي سکټور د پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې د مرستو هرکلي ترڅنګ، هیله‌مندي ښودلې چې دا مرستې د بانکي سکټور له لارې وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام