Asset 1SWN

روانه اوونۍ کې د ۴۰ میلیونه ډالرو دویمه کڅوړه کابل ته راورسېده

dollars

د افغانستان بانک پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو پر دوام نن سه‌شنبه د لیندۍ ۱۵مه د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته رارسېدلې او یوه سوداګریز بانک ته یې سپارلې ده.

پرون دوشنبه د لیندۍ ۱۴مه هم د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه کڅوړه کابل ته رارسېدلې وه. د راپورونو له مخې، تراوسه افغانستان ته د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو ۲۰ کڅوړې او د ۳۲ میلیونه ډالرو ۳۰ کڅوړې رارسېدلې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان بانک د شمېرو له مخې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راپدېخوا افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو کچه یو میلیارډ او ۷۵۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان بانک همداراز ویلي، له هر هغه حرکت چې هېواد ته د سعارو د راتلو او ټولنې کې له اړمنو  سره د مرستې لامل شي، ستاینه کوي او د بانکي سکټور د پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

په ورته مهال دغه بانک هیله‌مندي ښودلې چې راتلونکې د نړیوالې ټولنې دغه نغدي مرستې د بانکي سکټور له لارې ترسره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام