د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پرون د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغی او له یوشمېر لوړپوړو افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او دوه اړخیزو اړیکو او نورو مهمو مسایلو خبرې کړي دي.

نوموړي د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر‌خان متقي او یوشمېر نورو افغان چارواکو سره لیدلي چې په افغانستان کې پر بشري مرستو، د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په وروستیو کې د یوشمېر ستونزو په رامنځ ته کیدو، په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې، د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټرانزیټ کې اسانتیاوې او پر یوشمېر نورو مسایلو له پاکستاني پلاوي سره پرې خبرې اترې شوي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي دغه سفر هیله‌بښوونکی بولي.

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا دغه سفر ته ډېر هیله‌مند نه دي. د سیاسي چارو شنونکی جاوید مومند وايي چې تر دې وړاندې هم د دواړو هیوادونو چارواکو تر منځ د اړیکو پراختیا په موخه ورته سفرونه شوي، خو په وینا یې، پاکستان یواځې په خپلو ګټو پېسې ګرځي او همدا لامل دی چې تېر سفرونه ګټور نه دي تمام شي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او له هغه وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سفر له مخکې پلان شوی و، خو د روانې جنورۍ په اتلسمه په ناڅاپي توګه وځنډول شو. پاکستاني چارواکو هغه مهال د یاد سفر د ځنډېدو لامل د هوا خرابوالی بللی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام