اسلامي ‌امارت: کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سفر هیله‌‌بښوونکی دی

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پرون د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغی او له یوشمېر لوړپوړو افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او دوه اړخیزو اړیکو او نورو مهمو مسایلو خبرې کړي دي. نوموړي د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د بهرنیو چارو سرپرست امیر‌خان متقي او یوشمېر نورو چارواکو سره لیدلي.

محب: له پاکستان سره مو اړیکې اوس هم ښې نه دي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، له پاکستان سره د افغان حکومت اړیکې اوس هم ښې نه دي او له نوموړي سره د پاکستاني چارواکو د اړیکو نه پالل به د دواړو هېوادونو پر اړیکو هېڅ راز اغېز ونه لري. نوموړی وايي، د پاکستاني چارواکو له لوري شوې څرګندونې له ډېپلوماټيکو اصولو سره په ټکر کې دي او که چېرې په دې اړه د پاکستان له لوري افغان حکومت ته رسمي څه وویل شول، اړونده افغان ډېپلوماتیکې ادارې به یې ځواب ورکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: هېڅوک د افغانستان راتلونکی نه شي تضمینولی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هېڅوک د دغه هېواد راتلونکی نه شي تضمینولی. د نوموړي په وینا، افغانستان به د هغو ترهګرو پر ګواښونو متمرکز پاتې شي چې له دغه هېواده سرچینه اخلي. هغه دا خبرې پرون له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې دي. سالیوان زیاتوي، د امریکا ولسمشر جو بایډن افغانستان ته د خپلو سرتېرو د بیا لېږلو هېڅ پلان نه لري.