د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هېڅوک د دغه هېواد راتلونکی نه شي تضمینولی. د نوموړي په وینا، افغانستان به د هغو ترهګرو پر ګواښونو متمرکز پاتې شي چې له دغه هېواده سرچینه اخلي.

هغه دا خبرې پرون له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې دي. سالیوان زیاتوي، د امریکا ولسمشر جو بایډن افغانستان ته د خپلو سرتېرو د بیا لېږلو هېڅ پلان نه لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په خبره، هېواد یې د افغان حکومت او خلکو لپاره د سرچینو برابرولو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا لوړونې، روزنې او تجهیزولو مسوولیت درلود چې ویې کړ او په وینا یې، اوس د دې وخت را رسېدلی چې امریکايي ځواکونه بېرته خپل هېواد ته راشي او افغانان د هېواد د دفاع لپاره خپله ملا وتړي.

د جو بایډن د پلان له مخې، ټول امریکايي ځواکونه به د روان کال د سپټمبر تر یوولسمې افغانستان پرېږدي. ناټو هم اعلان کړی چې له امریکا سره یوځای به خپل سرتېري له افغانستانه را وباسي.

افغان دولت او طالب ډلې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه غبرګونونه ښودلي دي. ولسمشر محمداشرف غني د بهرنیو ځواکونو وتل د ملي حاکمیت لپاره مهم بللی او ټینګار یې کړی چې افغان ځواکونه د هېواد هر ډول دفاع ته تیار دي.

ولسمشر د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو ویلي چې افغانستان د سقوط په پړاو کې نه دی او ملي ځواکونه به یې د هېواد او خلکو دفاع کوي. طالب ډلې بیا تر سپټمبر میاشتې پورې د امریکايي ځواکونو وتل د دوحې هوکړې خلاف عمل بللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام