د دولتي پوهنتونونو د بېرته پيلېدو نېټه اعلان شوه

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د هېواد په ګرم سېرو ولایتونو کې به د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روانې سلواغې میاشتې په ۱۳مه پیل شي. د لوړو‌ زده‌کړو وزارت نن په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د پوهنتونونو له پیل وروسته به محصلانو ته درې اوونۍ درس ورکړل شي او بيا به د وروستي سمسټر ازموینه د کب میاشتې په ۷مه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.

د غور ـ هرات د لویې لارې او کمینج سیمې د پُل جوړونې چارې دوام لري

شاوخوا یو کال کېږي چې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو او اسلامي امارت د جګړو له امله د هرات ـ غور ترمنځ د لويې لارې ځینې برخې او د کمینج سیمې پُل ویجاړ شوی او پر یاده لاره تګ‌راتګ هم ستونزمن وو، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د یادې لارې او پُل د بیارغولو هڅې پیل شوي.

اسلامي ‌امارت: کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سفر هیله‌‌بښوونکی دی

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پرون د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغی او له یوشمېر لوړپوړو افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او دوه اړخیزو اړیکو او نورو مهمو مسایلو خبرې کړي دي. نوموړي د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د بهرنیو چارو سرپرست امیر‌خان متقي او یوشمېر نورو چارواکو سره لیدلي.

کندوز کې یوه کس خپله مېرمن او خسر وژلي

کندوز کې یوه باوري محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې پرون یوه کس د کورنیو ستونزو له امله خپله مېرمن او خسر وژلي دي. د سرچینې په وینا، دغه کس د کندوز ښار د «ابراهیم‌خېلو» د کلي اوسېدونکی دی.

د افغانستان بانک د عالي شورا غړی: د افغانستان د اقتصادي ناورین حل لاره نیویارک کې ده

د افغانستان بانک عالي شورا غړي شاه محرابي ویلي چې د افغانستان اقتصاد د پاشلتیا په درشل کې دی او امریکا کولای شي چې د پاشلتیا مخه یې ونیسي. نوموړي الجزیرې خبري شبکې ته په یوه استولي لیک کې ټينګار کړی چې افغانستان له یوه سخت ناورین سره مخ دی او د مخنیوي حل لاره یې نیویارک کې ده.

اسلامي امارت دې نړیواله ټولنه کې د غړیتوب لپاره، اساسي بشري حقونه په رسمیت وپېژني

د ملګروملتونو سرمنشي له خپلو اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو محرومه پاتې کېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، اسلامي امارت دې نړیواله ټولنه کې د غړیتوب لپاره دغه حقوق په رسمیت وپېژني. انتونیو ګوترېش پر ټویټر لیکلي، افغانستان کې ښځې او نجونې د ښوونې او روزنې، دندې او برابر عدالت لپاره یو ځل بیا خپلو حقونو څخه محرومیږي.