کندوز کې یوه باوري محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې پرون په دغه ولایت کې یوه کس د کورنیو ستونزو له امله خپله مېرمن او خسر وژلي دي. د سرچینې په وینا، دغه کس د کندوز ښار د «ابراهیم‌خېلو» د کلي اوسېدونکی دی.

په همدې حال کې د کندوز د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت اړوند ځواکونو کندوز کې د خپلې کورنۍ د دوو غړو د وژنې په تور یو کس نیولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې پربنسټ، نیول شوی کس «تاج‌الدین» نومېږي او د کندوز ښار اړوند د څلورمې حوزې د «ابراهیم‌خېلو» د کلي اوسېدونکی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد کس د توپانچې په وسېله خپله مېرمن او خسر وژلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال خبرپاڼه کې راغلي چې تاج‌الدین له پېښې وروسته تښتېدلی و او د کندوز ښار اړوند چرخاب سیمه کې نیول شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کس پرخپل جرم اعتراف کړی او اوس د امنیتي ځواکونو تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام