Asset 1SWN

سلام وطندار

تخار کې یوه کس خپله امیندواره مېرمن وژلې

images

د تخار په مرکز تالقان ښار کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي، یوه کس چې څلور مېرمنې یې لرلې، خپله کشره مېرمن چې امیندواره هم وه، وژلې ده.

د سرچینې په وینا، وژل شوې ښځې له خپل خاونده ناخوښه وه او تر دې وړاندې یې د ځان وژنې هڅه هم کړې وه.

د تخار امنیتي مسوولان هم دا پېښه تاییدوي او وايي، د وژل شوې ښځې خاوند تښتېدلی او پولیس یې د نیولو هڅه کوي.

په همدې حال کې د تخار د ښځو چارو رییسه ګوهرشاد باور وايي، دا پېښه بېګاه اووه‌نیمې بجې شوې ده. هغې سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادې ښځې د وژل کېدو لامل کورنی تاوتریخوالی و.

په شمال‌ ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییس سید حفیظ‌الله فطرت وايي، دغه کمېسیون د روان کال په اوږدو کې په تخار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۵ پېښې ثبت کړي چې ۱۹ هغه یې د کورني تاوتریخوالي له کبله د ښځو د وژلو پېښې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام