عثمان په غور کې د یوې ښځینه افسرې نګار یوازینی زوی دی چې لا هم شیدې خوري او له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د خپلې مور له غېږې بېل شوی دی. د نګار خاوند عبدالرووف وايي، ناپېژنده وسلهوالو یې د غور په فېروزکوه ښار کې د شپې له خوا په کور کې د کورنۍ د سترګو پر وړاندې ووژله.
هغه وايي، مېرمن یې د څو میاشتو امېندواره هم وه. عبدالرووف زیاتوي، وسلهوالو یې خوله او لاسونه پرې ور وتړل او مېرمن یې ترې بلې کوټې ته بوتله او بیا یې د مرمیو یو شاجور پرې تش کړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نګار نګور اسلیما چې یادې پېښې آرام ترې اخیستی او هره شپه ګواښوونکي خوبونه ویني، له اسلامي امارت څخه غواړي چې د خواښې د وژلو عاملان یې ونیسي او سزا ورکړي.
نګار د پولیسو یوازینۍ ښځینه افسره نه ده چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې قرباني شوې، بلکې ۱۳ نور کسان چې د ولایتي شورا پخواني غړي، د تېر دولت ولسي پاڅونوال او ان عادي کسان پهکې شامل دي، په غور کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري ترور شوي دي.
امین کاوه د غور د ولایتي شورا د پخواني غړي معاون احمد خپل دی. نوموړی وايي، معاون احمد نه وسله لرله او نه هم ساتونکي او ان تر وروستۍ سلګۍ پورې یې هم قلم په لاس کې و. کاوه زیاتوي، که طالبان د نوموړي په وژلو کې لاس نه لري، باید عاملان یې ونیسي او ښکاره سزا ورکړي.
خو د غور ولایتي فرهنګي مسوولان په دغه ولایت کې د ټولو هدفي وژنو لامل د نامسووله وسلهوالو حضور او شخصي او قومي دښمنۍ بولي.
د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحي زعیم وايي، په دغه ولایت کې وروستۍ وژنې د شخصي دښمنیو له کبله دي او دوی هڅه کوي چې مخه یې ونیسي. د هغه په خبره، د هدفي وژنو یوشمېر عاملان یې نیولي او د نورو د نیولو لپاره یې هم هڅې روانې دي.