د بغلان په تاله‌وبرفک ولسوالي کې د ډبرو سکرو د کان یوشمېر کارګر وايي چې ناپېژنده وسله‌والو یې دوه ورځې وړاندې پر دوو همکارانو برید کړی چې له کبله یې یو وژل شوی او بل پر سر سخت ټپي شوی دی. د دوی په وینا، یاد کارګر د بامیان ولایت د ورس او دایکندي د شهرستان ولسواليو اوسېدونکي دي.

د دغه کان یو کارګر چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، له دې پېښې وروسته نږدې ۵۰۰ کارګرو چې د بغلان، بامیان، دایکندي، بلخ، پروان او کابل اوسېدونکي دي، د وسله‌والو له وېرې کار پريښی او بېرته خپلو ولایتونو ته ګرځېدلي دي.

هغه زیاتوي چې د بامیان کارګرانو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د دغه ولایت د کهمرد ولسوالي له دواب سیمې پورې یې امنیت وساتي، خو هغوی یې غوښتنه ونه منله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تاله‌وبرفک ولسوالي د ډبرو سکرو د کان یو مسوول محمد (مستعار نوم) هم تاییدوي چې د دغه کان پر دوو کارګرانو تر برید وروسته شاوخوا ۳۰۰ کارګرو د ناپېژنده وسله‌والو له وېرې تش لاسونه خپلو کورونو ته تللي دي.

محمد وايي، چې له ۴۰ تر ۵۰ کارګرو پورې چې د موټر کرایه یې نه لرله، په همدې کان کې پاتې دي او په وینا یې، ناپېژنده وسله‌والو دوه ورځې وړاندې له کوم دلیل پرته پر دوو کارګرو برید وکړ چې یو یې ووژل شو او یو بل هم سخت ټپي شو.

د یاد کان یو بل کارکوونکی غلام چې خپل کار یې پريښی وايي، وزګارتیا او بې‌وزلي لامل شوي چې دی او سلګونه نور کارګر د ډبرو سکرو په کان کې چې ۹۵ سلنه یې له ګواښ سره مخ دي، دا خطر پر غاړه واخلي.

د دایکندي یو اوسېدونکی غلام‌حسن چې د تاله‌وبرفک ولسوالي په کان کې کار کوي، په ژړغوني غږ وايي، که څه هم په میاشتو یې د ډبرو سکرو په کان کې کار کړی، خو په دې موده کې یې ډېرې کمې پیسې ټولې کړي او نه شي کولای په دایکندي کې خپل کور ته ولاړ شي؛ ځکه په خبره یې، په ټولو کړیو پیسو یې یوازې د کورنۍ لګښت نه پوره کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه کارګر د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د بې‌وزلۍ مخنیوي په موخه باید ورته د کار اسانتیاوې برابرې شي او ژوند یې هم خوندي کړي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د تاله‌وبرفک ولسوالي د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو. بله‌خوا د بامیان امنیه قوماندان صدیق‌الله شاهین مسافر د دې پېښې په اړه بې‌خبري ښيي او وايي چې تراوسه ورته په دې اړه کوم راپور نه دی رسېدلی.

د تاله‌وبرفک ولسوالي د ډبرو سکرو د کان کارګر داسې مهال د ناپېژنده وسله‌والو له وېرې خپل کار پرېږدي چې هېواد کې د وزګارتیا، بې‌وزلۍ او لوږې کچه تر بل هر وخته لوړه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام