غور کې د وژل شوې ښځینه افسرې د کورنۍ دردوونکې کیسه

عثمان په غور کې د ښځینه افسرې نګار یوازینی زوی دی چې لا هم شیدې خوري او له دوو میاشتو راهیسې د مور له غېږې بېل شوی دی.
د نګار خاوند عبدالرووف وايي، ناپېژنده وسله‌والو یې مېرمن په فېروزکوه ښار کې د شپې په کور کې د کورنۍ د سترګو پر وړاندې ووژله.
هغه وايي، مېرمن یې د څو میاشتو امېندواره هم وه.

لوګر کې د هدفي وژنو او وسله‌والو غلاوو ډېروالی

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار او د کابل- لوګر لویې لارې موټرچلوونکي او مسافر وایي، د تېرو دوو اوونیو راهیسې په پل‌علم ښار او یوشمېر ولسوالیو کې هدفي وژنې او وسله‌والې غلاوې ډېرې شوې دي.
د مرکز پل‌علم ښار یوشمېر اوسېدونکي وایي، د نوي کال له پیل سره سم په دغه ښار او یوشمېر لویو لارو کې هدفي وژنې او ناامنۍ وروستۍ کچې ته رسېدلې دي.
دوی زیاتوي، یوازې په تېره اوونۍ کې د درې ملکيانو په ګډون، پنځه کسان په پل‌علم ښار کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

پکتیا کې هدفي وژنې؛ یوه میاشت کې ۱۶ کسان ترور شوي

که څه هم له څه مودې راهیسې په پکتیا کې ستر بريدونه نه دي شوي، خو داسې ښکاري چې وسله‌والو د جګړې لوری بدل کړی او تر ډېره د هدفي وژنو په اړه خبرونه ورکول کېږي.
د پکتیا د ولایتي شورا وکیل محمدالرحمان قادري وایي، د هوا په تودېدو سره په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ قومي مخور، څارنوالان او امنیتي کسان وژل شوي دي.

د سولې خبرو له پیلیدو وروسته د رسنیو او بشري حقونو ۱۱ فعالان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ویلي چې د سږ کال د وږي په ۲۲مه د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو له پیلېدو وروسته د بشري حقونو ۵ فعالان او د رسنیو ۶ کارکوونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

«د کابل د حوزو له جنايي امرانو د کشف او څېړنې ازموینه اخیستل کېږي»

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د کابل د امنیتي حوزو له ټولو جنايي امرانو به د جرم د کشف او تحقیق په برخه کې ازموینه واخیستل شي.
هغه نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، د دولت ژورې ارزونې ښيي چې د پولیسو او ان د ملي امنیت په لیکو کې د کشف، بررسۍ او محاکمې په اړه لازم پوهاوی نشته چې په وینا یې، لومړنی راپور د داسې معیارونو پر بنسټ نه جوړېږي چې څارنوالي ته د جدي اجراآتو لاره هواره کړي.

خلیلزاد: ترورونه او وژنې د سولې پروسه ګواښي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، هدفي وژنې او ترورونه د سولې پروسه ګواښي او باید ودرول شي. نوموړي تازه پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې افغانان سوله غواړي. د نوموړي په وینا، اوربند او سیاسي هوکړه بیړنۍ هوکړې ته اړتیا لري.