د غور روغتیايي مسوولان وايي، دغو ماشومانو د کورنیو د بې‌وزلۍ او روغتیايي اسانتیاوو نه موجودیت له کبله خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ماشومان هم پر خوارځواکۍ اخته دي. د دوی په وینا، هره ورځ لسګونه ماشومان د غور ولایتي روغتون ته ور وړل کېږي، خو د ماشومانو درملنې او پیاوړتیا لپاره هېڅ مواد او درملنه نشته.

محمدکریم د یوه درې کلن ماشوم پلار دی چې زوی یې د درملنې لپاره د غور ولایتي روغتون ته ور وستلی دی. هغه چې اووه شپې او ورځې یې په دغه روغتون کې تېرې کړي وايي، د ماشوم د خوارځواکۍ اصلي لامل بې‌وزلي او وزګارتیا ده چې له کبله یې نه دی توانېدلی خپلو ماشومانو ته لازم خواړه برابر کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وايي، له یوې خوا په روغتون کې خوراکي توکي نشته او درمل هم په بیه دي او بله‌خوا پیسې نه لري چې په بازار کې یې ورته وپېري.

د غور په ولایتي روغتون کې د خوارځواکۍ برخې مسووله عیدي ‌ماه سلطاني وايي، هره ورځ له شلو تر پنځوسو ماشومان چې ډېری یې پر خوارځواکۍ اخته دي، دغه روغتون ته ورځي. د هغې په وینا، په روغتون کې د خوارځواکۍ مواد او درمل نشته او د ماشومانو کورنۍ هم د خوراکي توکو او درملو پېرلو وسه نه لري.

د غور په ولایتي روغتون کې د ماشومانو د داخلې متخصص وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې د نږدې ۳۰۰ ماشومانو درملنه کړې چې له ډلې یې ۱۷ هغو ژوند بایللی دی. هغه وايي، د روان کال له وري میاشتې راهیسې ۲۸۹ ناروغان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې ډېری یې پر خوارځواکۍ اخته وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي احسان‌الله وايي، د روغتیا په برخه کې یې شته ستونزې مرکزي مسوولانو او د روغتیا نړیوال سازمان سره شریکې کړي او د هواري په لټه کې یې دي.

د غور روغتیايي مسوولان په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو کچې د لوړېدو لامل د روغتیا سکټور ته د همکارو بنسټونو نه پام او د درملنې لپاره د لازمو امکاناتو نه موجودیت او هېواد کې وروستي بدلونونه بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام