د امریکا، اسټرالیا، هند او جاپان مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، څو هغو افغانانو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې غواړي له افغانستانه ووځي. دغو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو، ماشومانو او لږکیو په ګډون، د ټولو افغانانو بشري حقونه په پام کې ونیسي.

یادو هېوادونو ژمنه کړې چې د افغانستان په اړه به خپل ډیپلوماټیک، اقتصادي او د بشري حقونو سیاستونه همغږي کړي او ټینګار یې کړی چې افغانستان باید د ترهګرو پر خوندي  ځاله بدل نه شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

امریکا، اسټرالیا، هند او جاپان ویلي چې خپلې بشري او د ترهګرۍ ضد همکارۍ به په راتلونکو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د ۲۵۹۳ پرېکړه‌لیک له مخې زیاتې کړي.

دغو هېوادونو د ترهګرو ډلو هر ډول لوجستیکي، مالي او نظامي ملاتړ چې په وسیله یې وکولای شي په بهر کې بریدونه وکړي، غندلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه هم وڅارئ

د اوبو او هوا ناورین، د سیمه‌ييز امنیت پېچلتیا او په سوېلي اسیا کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د امریکا، اسټرالیا، هند او جاپان مشرانو د ګډې ناستې نور مهم مسایل وو چې پرې بحث شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام