د اروپا پارلمان پرون په یوه پرېکړه‌لیک کې د اروپايي اتحادیې له غړیو هېوادونو وغوښتل چې د رد شویو غوښتنلیکونو په ګډون، د افغان کډوالو ټول غوښتنلیکونه وارزوي.

دغه پرېکړه‌لیک چې په ۵۳۶ موافقو، ۹۶ مخالفو او ۵۰ سپینو رایو د اروپا پارلمان کې تصویب شو، د یادې اتحادیې له غړیو هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال دې په هېڅ ډول شرایطو سره په زوره بېرته افغانستان ته نه لېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په پرېکړه‌لیک کې لیکل شوي چې اروپايي اتحادیه باید د خپلو وګړو او هغو افغانانو د را اېستلو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي چې له ګواښ سره مخ دي او افغان زیانمنو ښځو ته هم ځانګړې ویزې ورکړي.

د اروپا پارلمان استازیو په افغانستان کې د اعدام، د ماشومانو جلب او جذب، د سوله‌ييزو لاریونونو مخنیوي، د بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو محدودولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د بشردوستانه مرستو او د بهرنیو وګړو په ګډون، تر ګواښ لاندې افغانانو د اېستلو برخه کې د طالبانو همکاري اړینه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په پرېکړه‌لیک کې زیاته شوې چې اوس د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره چې په وینا یې، «اوس تېرې شل کلنې لاسته‌راوړنې له منځه وړي، شرایط نه دي برابر شوي.»

د بشري حقونو اړوند بنسټونو تر دې مخکې هم له هېوادونو غوښتي وو چې د افغانستان وضعیت ته په کتو، د افغان کډوالو غوښتنلیکونه ومني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام