دلاور: اسلامي امارت ټول‌شموله دی، خو نړۍ فسادشموله حکومت غواړي

یو طالب چارواکي شهاب‌الدین دلاور نن د عامې روغتیا وزارت د سرپرست پېژندلو په غونډه کې وویل چې نړۍ په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت غواړي، خو د نړۍ د خوښې وړ حکومت فسادشمول، غاصب‌شمول او اختطاف شمول دی. هغه ټینګار کوي چې اسلامي امارت ټول‌شموله دی.

ننګرهار کې د چاودنو او هدفي وژنو د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې

له تېرو څو ورځو راهیسې په پرله‌پسې توګه د جلال‌اباد ښار په بېلابیلو سیمو کې چاودنې او د ناڅرګندو وسله‌والو له لوري د یوشمېر کسانو وژل کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.
همدا نن سهار د جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «پښتونستان واټ» ته نږدې په يوه ګلدان کې ځای پرځای شوی ماین هغه مهال چاودلی چې طالبان له سیمې تېرېدل.

عمران خان: نړۍ دې د طالبانو ملاتړ وکړي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو ۷۶یمې کلنۍ ناستې ته په یوه ویډیويي پیغام کې لیکلي، که څه هم نړۍ نه غواړي چې طالبان په رسمیت وپېژني، خو په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره دې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي. عمران خان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین را روان دی او دغه وضعیت به د ترهګرو پر ځالې د دغه هېواد د بدلېدو ګواښ نور هم ډېر کړي.

د محمداشرف غني د دولت استازی د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د افغانستان په استازولۍ خبرې کوي

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو سرمنشي د ویاند سټفان دوجاریک له قوله لیکلي چې د پخواني ولسمشر محمداشرف غني استازی غلام‌محمد اسحاقزی به د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان په استازولۍ خبرې وکړي. رویټرز لیکي چې ملګرو ملتونو پرېکړه کړې چې غلام‌محمد اسحاقزی به د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي.

پنټاګون: افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې عملیاتو لپاره طالبانو سره همغږۍ ته اړتیا نه لرو

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان ا‌ف کربي وايي چې ځواکونه یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو او هوايي بریدونو لپاره خلاص لاس لري او په دې برخه کې له طالبانو سره همغږۍ ته اړتیا نشته. نوموړي دا خبرې پرون په یوه خبري غونډه کې کړي او ویلي یې دي چې: «موږ د عملیاتو لپاره لازم جوازونه لرو او له طالبانو سره همغږۍ ته هېڅ اړتیا نشته.»

امریکا، اسټرالیا، هند او جاپان طالبانو ته: له افغانستانه وتونکو کسانو ته اجازه ورکړئ

د امریکا، اسټرالیا، هند او جاپان مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، څو هغو افغانانو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې غواړي له افغانستانه ووځي.
دغو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو، ماشومانو او لږکیو په ګډون، د ټولو افغانانو بشري حقونه په پام کې ونیسي.