د امریکا د دفاع وزارت/پنټاګون ویاند جان ا‌ف کربي وايي چې ځواکونه یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو او هوايي بریدونو لپاره خلاص لاس لري او په دې برخه کې له طالبانو سره همغږۍ ته اړتیا نه لري.

نوموړي دا خبرې پرون په یوه خبري غونډه کې کړي او ویلي یې دي: «موږ د عملیاتو کولو لپاره لازم جوازونه لرو او له طالبانو سره همغږۍ ته هېڅ اړتیا نشته.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه ټینګار کړی چې هېواد به یې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو لپاره خپل ټول واکونه وساتي او په راتلونکي کې د خپلو وړتیاوو د ساتلو په اړه هم ډاډ ورکوي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان د امریکا ځواکونه یا الوتکې په نښه کړي، څه به کوي، وویل چې په هرو عملیاتو کې ټول اړخونه په پام کې نیول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امریکا له طالبانو سره د هوکړې له مخې خپل ټول نظامیان له افغانستانه اېستلي او تر اوسه یې د طالبانو حکومت د افغانستان د یوه قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام