Asset 1SWN

زابل کې وروستیو اورښتونو کروندګر کرنې ته هیله‌مند کړي

IMG_20230429_121626_123

د زابل اوسېدونکی ۶۰کلن عبدالکریم چې د مرکز کلات ښار د کاکړانو چینې سیمې اوسېدونکی دی، وايي، د عمر نیمه برخه يې پر بزګرۍ تېره کړې.

هغه سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو کلونو وچکالي يې ژوند ستونزمن کړی وو، خو په وینا یې، سږکال روانو اورښتونو یوځل بیا کرنې ته هیله‌مند کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه کروندګر زیاتوي چې سږکال يې کښتونو ته اوبه رسېږي، ځکه يې ډېرو حاصلاتو ته هم تمه پیداشوې.

هغه وویل: «دا بارانونو ته خو خلک ډېر خوشحاله دي، ځکه خلک له وچکالۍ سره مخ وو، ان د څښلو په اوبو پسې هم حیران وو. د خدای څخه راضي یوو، دی دې نشي ناراضه. ډېرې ښه اوبه وشوې، کښتونه خو تراوسه ډېر ښه شوي، که سړې هوا خراب نه‌کړل، موږ به ډېر ښه حاصلات ترلاسه کړو.»

یوشمېر کروندګر د سږکال اورښتونو وروسته تر ځمکې لاندې د اوبو کچې لوړېدو ته هم خوښي ښيي او وايي، د ژوروڅاګانو اوبو ډېرېدو سره به دښتې او شاړې ځمکې هم ابادې کړي.

د زابل اوسېدونکي غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې په دغه ولایت کې د اوبو لویو او کوچنیو بندونو جوړېدو ته هم پام زیات کړي، څو کرنیزې ځمکې دایمي اوبه او په دې برخه کې د کروندګرو ستونزې حل شي.

د زابل اوسېدونکي محمد نسیم وویل: «زموږ له دولت او موسساتو څخه هیله ده چې موږ ته بندونه جوړ کړي. زموږ سره کومکونه وکړي، څو زموږ ځمکې په دوامدار ډول باندې اوبه ولري.»

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي ګل‌اغا هم وویل: «موږ اوسنی کرل شوی فصل ډېر ښه دی. موږ سږنیو بارانونو ته ډېر خوښ یوو، ډېر ښه-ښه بارانونه وشول، پخوا موږ په ډېرو مشکلاتو کې وو، خو اوس اوبه ښې ډېرې شوي، کښت او کرونده ډېره ښه اوبه کېږي.»

د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاالله راشد وايي، سږکال بارانونه ډېر شوي چې تر ډېره به د اوبو اړتیا پوره کړي. د ده په خبره، اړوند اداره هڅه کوي چې د اوبو مدیریت او مهار لپاره په ولایتي او مرکزې سطحه یو شمېر پلانونه جوړ او پلي کړي ترڅو په راتلونکې کې یاد ولایت د وچکالۍ ګواښ سره مخ نه شي.

د زابل د کرنې رییس عطا‌الله راشد وویل: «زابل د هغه ولایتونو له جملې څخه و چې وچکالۍ له کبله ډېر ځپل شوی و، خو اوس يې ډېرو کلونو تنده ختمه شوه. د اوبو سطحه رالوړه شوه، د هغه کاریزونو اوبه ډېرې شوې چي پخوا کمي وې، موږ تمه لرو چي سږکال بزګران ښه حاصلات واخلي. د زابل ولسي وګړي د دې کال له اورښتونو څخه زیات خوشحاله دي. زیانونه په زیاته اندازه نشته، موږ د امارت څخه امید لرو چې د اوبو کنترول د پاره یوه خاص توجه وشي او موسساتو څخه هم همدا امید لرو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د زابل کروندګر د اورښتونو له امله اباد کال ته خوښي ښيي چې تېرو څو کلونو راهیسې وچکالي د هېواد ګڼو ولایتونو په ځانګړې توګه زابل کې کروندګرو ته سخت زیانمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام