Asset 1SWN

پروان کې کروندګر: اضافي بوټو مو کښتونو ته زیان اړولی

گیاهان هرزه در پروان 1

په نړۍ کې د انسانانو د نفوس زیاتوالي د خوړو اړتیا هم زیاته کړې چې ورسره حکومتونه اړ دي، د خوړو سرچینو زیاتولي ته لازمه پاملرنه وکړي.

افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې د وګړو شمېر یې مخ پر زیاتیدو دی او هم‌مهاله د خوړو برابرولو لپاره د شته سرچینو ښه مدیریت او زیاتیدو ته اړتیا پېښېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کرنه د دې هېواد د خوړو د برابرولو اساسي سرچینه ده، په داسې حال کې چې اوس هم زیاتره کروندګر په کرنیزو ځمکو له دودیزو او پخوانیو لارو چارو ګټه اخلي.

ګڼ‌شمېر بزګران له پرمختللو او معیاري کرنیزو مېتودونو سره ډېره کمه بلدتیا لري چې له امله یې حاصلات هم هغسې په لاس نه‌ورځي، څه ډول چې اړتیا ده او کروندګر په‌کې خواري کوي.

مضر بوټي او اضافي واښه نورې هغه ستونزې دي چې کروندګر ترې زیان ویني. د کابل په شمال کې د پروان ولایت بزګران هم همدا اندېښنه لري.

د پروان د سياه‌ګرد ولسوالي د قمچاق کلي اوسېدونکی ۵۰ کلن حاجي مبشر چې ۵۰جريبه کرنيزه ځمکه لري، په دوو موسمونو کې غنم، وربشې او جوار کري.

نوموړی په خپلو کروندو کې د زیان رسوونکو واښو له ډېرېدو اندېښمن دی او وايي، شته اضافي وښو یې کروندې خرابې کړې دي.

نوموړي وویل: «مونږ چې کله غنم وکرو، ترمنځ یې شل ډوله واښه راشنه شي. بیا چې کله مالدارو ته ووایو چې واښه ورته ترې راټول کړي، په ځای ددې چې ګټه وکړي نور مو هم تاواني کړي، غنم را خراب کړي. له مسؤلو ادارو، حکومت او همکارو مؤسساتو مو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې راسره مرسته وکړي. عامه پوهاوی ترسره کړي او سیمینارونه دایر کړي.»

بل‌خوا ۴۵کلن علي اکبر هم چې هر کال په ۱۶ جریبه ځمکه کې کرنیز فصلونه کري، له ورته ستونزې کړېږي. نوموړی هم غوښتنه کوي چې د زیان رسوونکو وښو د کنټرول په اړه د بزګرانو  پوهاوی زیات شي او د حکومت له‌خوا اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي.

هغه وویل: «که زمونږ کرنه په معیاري ډول ترسره شي ښه حاصلات ورکوي، که چېري اصلاح شوي تخمونه په کروندګرو وویشل شي، او دولت په دې برخه کې بزګرانو ته پوهاوی ورکړي، ښکاه ده چې د زیانونو مخنیوی کیږي.))

د پروان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد عبدالعلیم عثماني هم په دې باور دی چې د اضافي وښو او زیان‌رسوونکو بوټو ستونزه د هېواد په کچه ده چې د مخنیوي او کنټرول لپاره یې حکومت او مسوولې ادارې اړ دي، څو د کرنې کچې د لوړولو لپاره هڅې وکړي، بزګرانو ته  عامه پوهاوی، اصلاح  شوي تخمونه او معیاري میتودونو ور زده‌کړي.

نوموړي وویل: «له بده مرغه نن سبا په ټول افغانستان کې د سبزیجاتو او د کرنیزو محصولاتو حاصلات کم شوي دي، اساسي دلیل یې دادی چې زمونږ بزګران یې په اړه کافي معلومات نه لري، د مخنیوي طریقې یې نه دي ورمعلومې. ښه داده چې د مضرو واښو او بې ځایه بوټو د مخنیوي لپاره کروندګرو سره همکاري ترسره شي.»

له دې سره هم‌مهاله د پروان د کرنې رياست د کرنې آمر  مولوي نياز محمد تایب هم ددغه ولایت په کروندو کې د سلګونه ډوله زيان رسوونکو واښو شتون مني او وايي؛ دا بوټي زیاتره له غرونو او غونډیو څخه کرنیزو ځمکو ته د راتلونکو اوبو په واسطه لیږدول کیږي.

هغه ټینګار کوي، چې د دې ادارې د تخنیکي کارکوونکو له خوا کروندګرو ته د زیان رسوونکو واښو د کنټرول په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

هغه وویل: «د زیان رسوونکو بوټو او واښو د ودې لامل د اوبولګولو کانالونو له لارې دی چې د غونډیو او سیندونو له لوري  څخه کرنیزو ځمکو ته لیږدول کیږي ، دغه بوټیو شمیر زیات دی چې ان ډولونه تر سلګونو رسیږي، مونږ تر خپلې وسې بزګرانو ته د یادو واښو د مخنیوي او له منځه وړلو په اړه عملي او نظري زده کړې ورکړي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

زیان رسونکي واښه هغه ګڼل کیږي چې په خپلسري ډول د فصلونو ترمنځ را شنه کیږي او له امله یې بزګران د حاصلاتو له کمښت او فصلونو له زیان سره مخ کوي. که څه هم ددې مضرو بوټو او بې ځایه واښو په پایله کې د کمو شویو حاصلاتو دقیق ارقام نشته خو ځايي بزګران یې د پېښیدونکي زیان په اړه جدي اندېښنه لري.

د کرنې کارپوهان ټینګار کوي، که حکومت غواړي د خوراکي توکو سرچینې زیاتې کړي، باید د زیان رسوونکو واښو د کنټرول او مخنیوی لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام