افغانستان کې د نشهيي توکو پر کښت او قاچاق له بندیز وروسته، ګڼشمېر ولایتونو کې کروندګرو د نشهيي توکو د کښت پرځای بدیلو کښتونو ته مخه کړې.
روزګان هم یو له هغو ولایتونو دی چې کروندګرو یې د نشهيي توکو د کښت پرځای د «ځیرې» کښت ته مخه کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا مهال د یاد ولایت پر ۵۱۹ هکټاره کرنیزه ځمکه ځیره کرل شوې. کروندګر وايي، که څه هم ځیره د کوکنارو په څېر، لوړه بیه نهلري،خو بیاهم د نورو فصلونو په پرتله اقتصادي تمامېږي.
دوی له حکومت او اړوند ادارو څخه غواړي چې د بدیلو کښتونو برخو کې له کروندګرو سره مرستې وکړي.
د روزګان یوه کروندګر صفيالله سلاموطندار ته وویل: «موږ مخکې، خو مو تاریاک کرل، اوس په زیاته کچه ځیره کرو، ولې ځیره ښه ده، تر نورو کښتنو پورې ښه حاصل ورکوي او ښه ګټه کوي او داسې پیسي نه جوړوی لکه مخکې چي تاریاکو جوړولي، خو بیا هم ښه دی. تر نورو حاصلاتو ښه ګټه کوي ځیره. باید موږ ته د دا تاریاکو پرځای انجه او د انجې په رقم نور اصلاح سوي تخمونه راکړي او په دا کودو کې کمک وکړي چې ښه تخمونه راته راوړي چې موږ ښه حاصل پرې واخلو او ښه بازار ولري.»
په ورته مهال د یاد ولایت یو بل کروندګر بسمالله هم وايي، که څه ځیره د کوکنارو ځای نهشي نیولی، خو په وینا یې، بیه یې ښه ده.
نوموړي وویل: «ځیره چې ده اوس ښه قیمت لري، خو د کوکنارو ځای نسي نیولای. هغونه پیسې نهجوړوي، خو بیا هم تر یوه حده یوڅه ښه ده. اوسنیو فصلونو کې ترغنمو، تر جوارو، ځیره ښه ده. پخوا چې و، تاریاک کرل کېدل، تاریاکو ښه پیسه ګټله. خو زموږ د حکومت څخه غوښتنه دا ده چې د دې بدل کي موږ ته اصلاح شوي تخمونه ، امبار، کودونه، راکړي.»
د روزګان د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د وروستیو میاشتو پرمهال دې ولایت کې د ځیرې کرکیله زیاته شوې.
د یاد ولایت د کرنې ریاست ویاند عبدالمنان فاروقي سلاموطندار ته وايي چې روزګان کې پر ۵۱۹ هکټاره ځمکه دوه ډوله (توره او سپینه) ځیره کرل شوې وه چې ۵۴۴ ټُنه توره او ۷۷ ټُنه سپینه ځیره ورڅخه ترلاسه شوې.
د روزګان د کرنې ریاست ویاند وویل: «پر ۴۷۷ هکتاره ځمکه موږ د تورې ځیرې زراعت لرو او دغه رقم د سپینې ځیرې پر ۴۲هکتاره ځمکه موږ زراعت لرو او ځیره چې ده که توره وي، که سپینه، د روزګان له اب او هوا سره ډېره توافق لري او ښه وده کوي. موږ اصلاح سوي تخمونه ورکړي، کیمیاوي سرې مو ورکړي، بزګرانو ته عامه پوهاوی مو ورکړی او د امراضو مخینوي لپاره د باغونو او زراعت لپاره پهدې هکله موږ دوی ته رسیدګي کړې.»
د نشهيي توکو پر کښت له بندیز وروسته روزګان کې داسې مهال کروندګرو بدیلو کښتونو له هغې ډلې، د ځیرې کښت ته مخه کړې چې کروندګر دې برخه کې له حکومت د مرستې او لاسنیوي غوښتنه کوي.