Asset 1SWN

ای‌اپي‌اېل کې نن ممبی د حیدراباد کوربه‌ دی

b676eeea-de28-4e98-9448-cfb16c7411ad

د هند کرېکت غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ۵۵مه لوبه کې نن سنرایزرز حیدراباد لوبډله له ممبی انډیینز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، مې شپږمه د هند د ممبی په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سنرایزرز حیدراباد لوبډله چې تراوسه یې دغه لیګ کې لس لوبې کړي او شپږ یې ګټلي، په دولس امتیازونو د جدول په څلورم ځای کې شتون لري.

یاده لوبډله به هڅه کوي چې د یاد لیګ نیمه‌پای لوبې ته د وتلو لپاره د نننۍ لوبې ترڅنګ خپلې پاتې لوبې هم وګټي او د لیګ څلور غوره لوبډلو کې خپل دریځ پیاوړی کړي.

ممبی انډیینز بیا د سیالیو جدول وروستي ځای کې شتون لري چې یوازې درې لوبې یې ګټلې دي. ممبی تراوسه روان لیګ کې لس لوبې کړې دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي له ممبی او فضل‌الحق فاروقي بیا له سنرایزرز حیدراباد سره لوبېږي.

محمدنبي ته په وار وار د لوبېدو چانس ورکړل شوی، خو فضل‌الحق فاروقي تراوسه دغه لیګ کې د خپلې لوبډلې په ګټه کومه لوبه نه‌ده کړې.

حیدراباد لوبډلې په روان لیګ کې یو ځل ممبی ته ماته ورکړې او تر هغې وړاندې په شویو وروستیو څلور لوبو کې درې ځلې ممبی او یو ځل حیدراباد بریا خپله کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کلکته نایټ‌رایډرز لوبډلې د ۹۸ منډو په توپیر لکناو سوپر جاینټز ته ماته ورکړه.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام