Asset 1SWN

کروندګر: دوامدارې وچکالي مو کروندې زیانمنې کړي

afghanistan-drought-august-4-2023-reuters-001

د هېواد شمال، لوېدیځ او سوېلي ولایتونو کې یوشمېر کروندګر وايي، پرلپسې وچکالۍ او طبیعي افتونو د هغوی کروندو ته ډېر زیان رسولی دی.

تخار ولایت کې کروندګر محمد عمر وویل، دوامداره وچکالۍ لامل شوې سیمه کې یې له ۳۰ تر ۴۰ پورې باغونه زیانمن شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «دوامداره وچکالي لامل شوې چې زموږ باغونه زیان وویني او ډېر یې وچ شوي. همدې حال کې زموږ سیمه کې له ۳۰ تر ۴۰ باغونه وچ شوي د اوبو کمښت له امله او حاصلات مو کم وو.»

غور او روزګان کې کروندګر وايي، د وچکالي په دلیل یې ځمکو ښه حاصلات نه‌دی ورکړی او مجبوره شوي چې د وښو کمښت په دلیل خپل څاروي وپلوري.

د غور کروندګر رحیم‌الله له اسلامي امارته غواړي چې د وچکالۍ د ناوړه اغېزو کمولو لپاره کروندګرو او مالدارانو څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي وویل: «واوره او باران نشته او ۱۵۰ منه غنم مو کرلي چې اوس شنه شوي او تخم چنجیو وهلي او معلومه نه‌ده چې د تخم بیه هم پوره کوي او که نه.؟»

د روزګان کروندګر صدام هم وايي: «ما د بادام ۴۰۰ ونې لرلې چې د وچکالي له امله وچې شوي او یوازې ۲۰۰ یې پاتې دي او که ۱۰۰ متره څاه هم هم وباسو بیا هم اوبه نه‌ورکوي.»

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» هم افغانستان کې د کرنې وضعیت له ارزولو وروسته ویلي، وچکالۍ له جدي اندېښنو څخه ده چې افغانستان کې د خوراکي توکو پر کمښت او د بیو پر لوړېدو اغېزې کوي.

دغه بنسټ ویلي، د روانې وچکالۍ په دلیل د کروندګرو محصولات له منځه تللي او اړوند بنسټونه دې وچکالۍ سره د مبارزې لپاره اقدام وکړي.

د دغه سازمان د موندنو پر اساس، هغه مېرمنې چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور له غاړې ده او هغه کروندګر د کرنې او مالدارۍ له درکه خپلو کورنیو ته نفقه برابروي، تر نورو ډېر تر اغېز لاندې دي.

ورته وخت کې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت نوي کال کې د اوبو مدیریت او د کرونګرو ملاتړ لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

د کرنې وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین سلام‌وطندار ته وویل، کروندګرو ته به داسې تخمونه ووېشل شي چې کمو اوبو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «راتلونکی کال د تېرو پروګرامونو پر دوام د اوبو مدیریت لپاره د چکډېمونو جوړولو او کروندګرو څخه د ملاتړ لپاره د تخمونو وېش په پام کې لرو، کروندګرو ته به هغه تخمونه ووېشوچې کمو اوبو ته اړتیا لري.»

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې اوچا ویلي وو، د اوبو کمښت، د افغانستان شمال، سویلي او لوېدیځو ولایتونو کې ۷۵ سلنه کرنیزې ځمکې تر اغېز لاندې راوستي دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه بنسټ زیاته کړې وه چې د درېیم پرلپسې کال لپاره وچکالۍ دوام لري او دا په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو سخته وچکالي بلل کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام