د متقي او قُمي لیدنه کې د افغانستان په اړه د سیمې د تماس ډلې پر جوړېدو ټینګار شوی

په کابل کې د ایران سفارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې یو ځل بیا د افغانستان په اړه د سیمې د تماس ډلې پر جوړېدو خبرې اترې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي هم د دې ډلې د جوړېدو هرکلی کړی دی.

کروندګر: دوامدارې وچکالي مو کروندې زیانمنې کړي

د هېواد شمال، لوېدیځ او سوېلي ولایتونو کې یوشمېر کروندګر وايي، پرلپسې وچکالۍ او طبیعي افتونو د هغوی کروندو ته ډېر زیان رسولی دی.

تخار ولایت کې کروندګر محمد عمر وویل، دوامداره وچکالۍ لامل شوې سیمه کې یې له ۳۰ تر ۴۰ پورې باغونه زیانمن شي. د غور کروندګر رحیم‌الله له اسلامي امارته غواړي چې د وچکالۍ د ناوړه اغېزو کمولو لپاره کروندګرو او مالدارانو څخه ملاتړ وکړي.

د خوست مرکز «غرشېن» اوسېدونکي د ژوند لومړنیو اسانتیاو له نشتون شکایت کوي

«غرشین» چې د خوست د مرکز اړوند ۱۴کیلومترۍ کې پرته سیمه ده، اوسېدونکي یې وايي، تراوسه لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او له کبله یې ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وویل، د تېرو جګړو پرمهال یې د کلینک او ښوونځي ودانۍ ویجاړې شوي او دامهال په دغو نیمه ویجاړو ودانیو کې دوه کورنۍ ژوند کوي.

پاکستان کې وسله‌وال بریدونه؛ د پنځو پولیسو په ګډون شپږ کسان وژل شوي

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سیمو کې د دوو وسله‌والو بریدونو پر مهال د پنځو پولیسو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه جنورۍ لسمه خبر ورکړی چې د خېبرپښتونخوا په کوهات سیمه کې وسله‌‌والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې د درېوو پولیسو په ګډون، پنځه کسان په‌کې وژل شوې او یو ملکي وګړی ټپي دی.

خوست کې یوه کس خپل خُسر، خواښې، دوه ښينې او اوښی وژلي

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالیو کې یوه کس خپله خُسر، خواښې، اوښی او دوه ښینې وژلي دي.

پېښه پرون سه‌شنبه ۶:۳۰ «مرغومې ۱۹مه» د تڼیو ولسوالي په نریزي سیمه کې رامنځته شوې ده. تراوسه معلومه نه‌ده چې دغه کس ولې د خپلې خُسرګنۍ پنځه غړي وژلي.؟