Asset 1SWN

د متقي او قُمي لیدنه کې د افغانستان په اړه د سیمې د تماس ډلې پر جوړېدو ټینګار شوی

Muttaqi-Qomi-1000x600

په کابل کې د ایران سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې یو ځل بیا د افغانستان په اړه د سیمې د تماس ډلې پر جوړېدو خبرې اترې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي هم د افغانستان په اړه د سیمې د تماس ډلې د جوړېدو هرکلی کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په کابل کې د ایران سفارت خبرپاڼه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې لیدنه کې د ایران له استازي او سفیر څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان په اړه د سیمې د تماس ډلې غونډه په کابل کې جوړه شي، خو دا موضوع د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې نه‌ده یاده شوې.

د ایران سفارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «امیرخان متقي د ایران په نوښت د سیمې د تماس ډلې د جوړېدو هرکلی کړی او په کابل کې یې د افغانستان لپاره د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازیو د ګډې غونډې د جوړېدو لپاره چمتووالی ښودلی دی.»

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو شنونکی محمدباقر محسني وايي، د سیمې هېوادونه، په ځانګړې توګه ایران په دغسې هڅو سره غواړي چې د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ تعامل ته لاره هواره او هغه امنیتي، اقتصادي او ټولنیزې اندېښنې حل کړي چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ په اړه یې لري.

محسني زیاتوي: «د سیمې هېوادونو لومړۍ موخه له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت مدغمېدل او دویمه موخه یې د افغانستان په اړه د امنیتي او نورو اندېښنو لرل دي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نړیوالو اړیکو یو بل شنونکی بلال فاطمي هم باور لري چې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل او د داعش د فعالیتونو په څېر، له ګډو اندېښنو سره د مقابلې لپاره د اسلامي امارت او د سیمې هېوادونو ترمنځ د تماس ډلې جوړېدو ته اړتیا ده.

د چارو شنونکي زیاتوي چې د افغانستان د سیاسي مسلې د حل او د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د هر ډول هڅو پایلې د افغانستان د سرپرست حکومت په کورنیو پالیسو کې له بدلونونو سره تړاو لري. ‎

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام