Asset 1SWN

د افغان او ایران د ګډو کمېټو ناسته؛ کارپوهان: ګټوره ده

GDOT2XrWsAEAr4C

د افغانستان او ایران ترمنځ د ټاکل شویو کمېټو په لومړۍ ناسته کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر زیاتوالي هوکړې کړې دي.

دغه ناسته «یکشنبه، مرغومې ۱۷مه» د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا ترڅنګ دې برخه کې د شته ستونزو پر هواري هم خبرې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې یاده ناسته ایران ته د عبدالغني برادر د سفر پرمهال د شویو هوکړو د پلې کولو په موخه جوړه شوې وه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر څه موده وړاندې ایران ته په یوه رسمي سفر تللی و او هلته یې د یاد هېواد له چارواکو سره په ځینو برخو کې هوکړې لاسلیک کړې وې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخند‌زاده عبدالسلام جواد سلام‌وطندار ته وايي چې دې ناسته کې د اسلام‌کلا، نیمروز او ابونصر فراهي او د ایران د درېوو ګمرکونو د کاري ساعتونه د غځېدو په اړه هم هوکړې شوې دي.

نوموړي وویل: « په دغو ناستو کې افغان خاورې ته د ایراني باروړونکو موټرونو شل ورځنی بندیز هم لرې کړل شو. همدارنګه دواړو لورو د سوداګرۍ ودې په موخه ځینې ټاکل شوي فیسونه هم لغوه اعلان کړل.»

افغان او ایراني لوریو هوکړه کړې چې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په موخه به په ورځنۍ کچه د باروړونکو موټرو شمېر له ۵۵۰ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شي.

بل‌خوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د ورته ناستو جوړېدل به د دواړو لوریو سوداګرو شته ستونزو او ننګونو هواري برخه کې ګټورې تمامې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج‌محمد تلاش چابهار بندر کې محدودیتونه، د ګمرکونو تعرفو لوړوالی هغه ستونزې ګڼي چې افغان سوداګر ورسره مخ دي.

نوموړي وویل: «دا درې نقطې د دواړو لوریو ترمنځ د اختلاف نقطې دي، که دې برخه کې هوکړه وشي او راکړه ورکړه له ۷۰ تر ۸۰سلنې له پاکستان راکمه شي، نو موږ ایران پورې تړل کېږو.»

د اقتصادي چارو یوه بل کارپوه نصیراحمد رشتیا وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ برخه کې لاهم ستونزې شته چې دې ناسته کې به هوارې شي.

نوموړي وویل: «اوس هم ستونزې شته، د ویزو او د پیسو لېږد، که دا ستونزې هوارې شي، زه فکر کوم چې د دواړو لوریو ترمنځ به اړیکې ښې شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو په وینا تېر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ایران ته د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په صادر شویو توکو کې پنبه، زیره، انرزي او نور سوداګریز توکي شامل دي چې له ایرانه بیا د۱۷۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوند، خام مواد او نور توکي هېواد ته راوارد شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام