Asset 1SWN

د افغانستان او ایران د ګډو کمېټو ناسته؛ د سوداګرۍ پر زیاتوالي هوکړې شوي

GDOT2XzWUAAP6Cn

د افغانستان او ایران ترمنځ د ټاکل شویو کمېټو په لومړۍ ناسته کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر زیاتوالي هوکړې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن «یکشنبه، مرغومې ۱۷مه» پر اېکس لیکلي چې دې ناسته کې د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا ترڅنګ دې برخه کې د شته ستونزو هواري په موخه هم خبرې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په یاده ګډه ناسته کې دواړو لوریو د سرحدي ګمرکونو د کاري ساعتونو د غځولو سربېره، د باروړونکو موټر د شمېر زیاتوالي په تړاو هم هوکړې شوې دي.

افغان او ایراني لوریو هوکړه کړې چې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په موخه به په ورځنۍ کچه د باروړونکو موټرو شمېر له ۵۵۰ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت لیکلي: «د اسلام کلا، نیمروز او ابونصر فراهي او د ایران طرف ته د درېیو سرحدي ګمرکونو ترمنځ دې کاري وخت له اته ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته زیات شي.»

په ورته مهال افغانستان ته د ایراني باروړونکو موټرو هغه شل ورځنی بندیز هم لرې شوی چې له دې وړاندې د دغه هېواد د باروړونکو موټرو پر ننوتلو لګول شوی و.

د افغانستان او ایران د ګډو کمېټو په لومړۍ ناسته کې د هوکړو په لړ کې ځیني ټاکل شوي فیسونه هم له‌منځه وړل شوي چې له ډلې یې ایران ۱۰۴ ډالر او افغانستان بیا ۵۰۰۰ افغانۍ د خاک پولي فیس لغوه کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ایران ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتوالي په موخه یوشمېر هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي وو چې د پلي کولو لپاره یې د ګډو کمېټو پر ګومارلو هم هوکړه شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام