د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت سرپرست امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشري ایران ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن «جمعه، مرغومې لومړۍ» پر اېکس لیکلي چې امیرخان متقي د ایران په بلنه یاد هېواد ته تللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تکل همداراز لیکلي چې امیرخان متقي د فلسطین قضیې په اړه د سیاسي-مشورتي کنفرانس کې د ګډون لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزیر په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د یوه پلاوي په مشري د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه،تهران کې د فلسطين په قضيه کي په عالي رتبه مشورتي سياسي کنفرانس کې د ګډون په موخه یاد هیواد ته روان شو. pic.twitter.com/ycmzhuSlqA
— Hafiz Zia Ahmad (@HafizZiaAhmad) December 22, 2023
ایران د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له ډلې دی چې د افغانستان سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې لري او دغه هېواد کې په ځینو شویو نړیوالو ناستو کې یې د سرپرست حکومت چارواکو ته د ګډون بلنه هم ورکړې ده.