چک کې د وسله‌وال برید پر مهال ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

د چک جمهوریت په پلازمېنې پراک کې د یوه وسله‌وال ځوان په ډزو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

برید پرون پنج‌شنبه ډسمبر ۲۱مه له غرمې وروسته د پراګ د چارلس پوهنتون په هنرونو پوهنځي کې شوی دی. دې سیمه کې ګڼې لرغونې او تاریخي سیمې شتون لري

امیرخان متقي د ایران په بلنه د یوه پلاوي په مشري دغه هېواد ته تللی

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت سرپرست امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشري ایران ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن «جمعه، مرغومې لومړۍ» پر اېکس لیکلي چې امیرخان متقي د ایران په بلنه یاد هېواد ته تللی دی.

زابل کې اته ټُنه تاریخ تېري درمل وسوځول شول

د زابل د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د تېرو درېوو میاشتو پر مهال راټول کړي وخت تېري اته ټُنه درمل سوځولې دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر ميرويس افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې تېرو پنځو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې دغه ولایت کې په وخت تېري درمل راټول او له‌منځه یې وړي.