Asset 1SWN

سلام وطندار

زابل کې اته ټُنه تاریخ تېري درمل وسوځول شول

تع

د زابل د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د تېرو درېوو میاشتو پر مهال راټول کړي وخت تېري اته ټُنه درمل سوځولې دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر ميرويس افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې تېرو پنځو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې دغه ولایت کې په وخت تېري درمل راټول او له‌منځه یې وړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دا اته ټُنه درمل  يوازې د مرکز قلات ښار له درملتونونو راټول او نن «جمعه، مرغومې لومړۍ» نېټه راټول او سوځول شوې دي.

افغان زىاته کړه چې له دې وړاندې د تاریخ تېرو درملو د راټولونې کمپاین په شاجوۍ، ارغنداب او شینکۍ ولسواليو کې هم شوی چې راټول شوي درمل یې سوځول شوې دي.

په ورته مهال د زابل اوسېدونکي د عامې روغتيا رياست له دې ډول اقدام هرکلى کوي او وايي، د تاريخ تېرو درملو پلور د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

دوی له مسوولانو غوښتنه کوي چې ياد کمپاين دې نورو لرو پرتو ولسواليو ته هم وغځول شي او د تاريخ تېرو درملو مخنیوي  ته دې لا زياته پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام