Asset 1SWN

د لوګر والي: چینایان دې ژر تر ژره د عینک کان استخراج پيل کړي

لوګر

د سرپرست حکومت د کابینې یوشمېر غړي، د چین سفیر او د لوګر محلي چارواکو له عینک کان څخه لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې پرمهال د لوګر ولایتي چارواکو د «ام‌سي‌سي» چینایي شرکت له مسوولانو غوښتنه چې ژر تر ژره د عینک کان د مسو استخراج عملي چارې پيل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، د کانونو او پټرولیم سرپرست شهاب‌الدین دلاور، اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست خیرالله خیرخواه، د چین سفیر جاوشینګ، د لوګر والي ضیاالرحمن مدني او یوشمېر محلي چارواکو د عینګ کان څخه لیدنه وکړه.

صدیقي زیاته کړه، د لوګر والي د چین ام‌سي‌سي شرکت له مسوولانو وغوښتل چې ژر تر ژره د عینک کان د استخراج عملي چارې پيل کړي او له افغانانو سره د شوې هوکړې له مخې، د کان چارې پرمخ یوسي.

نوموړي له چینایي قراردادي شرکت څخه دا هم غوښتي چې د محمداغې ولسوالۍ د عینک کان شاوخوا اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کانونو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو سرپرستانو هم د عینک کان له روانو کارونو، لرغونو اثارو او د خلکو له شته ستونزو له نږدې لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د عینکو کان د استخراج چارې دې ګړندۍ شي.

عینکو کان د لوګر شمال ختیځ او د کابل په سوېل کې د «دنګو غرونو تر شاه محمداغې ولسوالي» کې پروت دی چې د سیمې په کچه د مسو ستر کان پېژندل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له نن څخه شاوخوا ۱۶کاله وړاندې د ام‌سي‌سي چینایي کمپنۍ سره د وخت حکومت له لوري د استخراج تړون وشو، خو تراوسه د بېلابېلو ستونزو له امله «ام‌سي‌سي» چینایي شرکت په دې نه‌دی بریالی شوی چې د مسو استخراج پيل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام