Asset 1SWN

د ملي موزیم مسوولان: د عینک مسو کان کې لاهم ۱۰زره لرغوني اثار پاتي

6

د ملي موزیم مسوولان وايي چې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته د لوګر د عینک مسو کان څخه تر زرو زیات لرغوني اثار کشف او د کابل ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.

په دې اثارو کې د بودا مجسمې، ګاڼې او د کوشانیانو او سامانیانو د دورې اړوند له درېیمېڅخه تر شپږمې پیړۍ پورې د جګړې وسایل شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي موزیم مشر صبغت‌الله عابد وايي، د عینک مس کان کې اوس هم لس زره لرغوني اثار پاتې دي. عابد زیاتوي چې ټاکل شوې د لوګر د عینک مس کان څخه ۲۵۰۰ اثار د اسنادو له ثبت او بشپړېدو وروسته ملي موزیم ته ولېږدول شي.

نوموړي وویل: «د ا.ا له واکمنېدو وروسته، ۸۵۷ اثار د عینک مس کان له سیمې ملي موزیم ته لېږدول شوي او همداراز ۱۴۰۲کال کې ۵۴۰ لرغوني اثار ملي موزیم ته لېږدول شوي چې دې اثارو کې د بودا مجسمې، ګاڼې، سکې او نور توکي  شامل دي چې د کوشانیانو او سامانیانو دورې، درېیم او شپږمې پېړۍ پورې اړوند دي.»

د ملي موزيم چارواکي وايي، دغه لرغوني اثار د لوګر د مسو کان څخه د کورنيو او بهرنيو څېړونکو له‌خوا راايستل شوي دي. یوشمېر لرغون‌پوهان وايي چې هېواد کې د یوه معیاري موزیم نشتوالی د لرغونو اثارو د ساتنې پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده.

د لرغون پېژندنې کارپوه یحیی محب‌زاده وايي: «د یوه معیاري او مسلکي ملي موزیم نشتون تل یوه ستونزه وه، د لرغونو اثارو ساتنې لپاره. ملي موزیم کې د نندارتونونو ځای او کنفرانس تالارونه او معیاري زېرمې نشته.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ویلي وو، چې د میس عینککان د لرغونو اثارو په ساتنې سره د استخراج چارې ترسره کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام