د افغان ښځو د غوراوي حق لرلو د کچې ارزونه

په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ د سلام‌وطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نه لري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي چې په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی. د سروې ګډونوالو بېلابېل عمرونه لرل او ډېره برخه یې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو پورې ښځې جوړوي او دا د سروې د ټولو ګډونوالو ۴۹،۲ سلنه کېږي.

افغان فوټبال لوبډله نن هند سره لوبه کوي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۷کال اسیا جام ته د لارموندنې دویم پړاو سیالیو په لړ کې نن ماښام د هند فوټبال ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶بجې د هند په  انډرا ګاندي فوټبال لوبغالي کې ترسره شي.

د امربالمعروف وزارت: د ا.ا مشر د شکایتونو د اورېدو قانون توشېح کړ

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولان وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له‌خوا د دولتي ادارو له مسوولانو او کارکوونکو څخه د خلکو د شکایتونو د اورېدو په موخه ۲۳ ماده‌ییز قانون توشیح کړی دی.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن سه‌‌شنبه، وري اوومه، کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې.

د ملي موزیم مسوولان: د عینک مسو کان کې لاهم ۱۰زره لرغوني اثار پاتي

د ملي موزیم مسوولان وايي چې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته د لوګر د عینک مسو کان څخه تر زرو زیات لرغوني اثار کشف او د کابل ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.

په دې اثارو کې د بودا مجسمې، ګاڼې او د کوشانیانو او سامانیانو د دورې اړوند له درېیمېڅخه تر شپږمې پیړۍ پورې د جګړې وسایل شامل دي.

بلوچستان کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر هوايي ډګر برید شوی

د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند تربت ښار کې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو پر هوايي ډګر وسله‌والو برید کړی دی.

پاکستاني رسنیو نن سه‌شنبه، مارچ ۲۶مه راپور ورکړی چې وسله‌وال بېګاه شپه ۱۰بجې دغه هوايي ډګر ته ورننوتي او جګړه یې پیل کړې ده. د پاکستان د «نېول فورسس» په نوم د سمندري ځواکونو دغه هوايي ډګر تربت ښار کې موقعیت لري.