Asset 1SWN

د افغان ښځو د غوراوي حق لرلو د کچې ارزونه

Pashto-10

پېژند:

غوراوی د یوه کار لپاره د یوه چا یا یو څه غوره کولو ته وايي. په غوراوي کې د یوه چا یا یوه څیز د پیاوړو او کمزورو ټکو په اړه قضاوت او د یوه یا څو موردو غوره کول شامل دي. د غوراوي ازادي د لږترلږه دوو انتخابونو ترمنځ د یوه هغه د غوراوي فرصت او خپلواکي لرلو ته وايي چې د نورو له لوري محدود نه‌شي. د پېژند سرچینه په پای کې لیکل شوې ده.

د مسلې بیان

د غوراوي حق په یوه سیاسي ټولنه کې د انسانانو د حقونو هغې ټولګې ته اشاره کوي چې هر انسان یې باید ولري. خو په افغانستان کې ښځې د انساني امتیازونو په توګه د غوراوي حق په برخه کې له محدودیتونو او ننګونو سره مخامخ دي. نو د دې څېړنې اصلي مسله د ښځو د غوراوي حق لرلو ارزونه ده. یا په دې څېړنه کې د غوراوي حق ته د افغان ښځو لاسرسي ته کتنه شوې ده؟ دغه حق په کومو برخو کې شته او هغه برخه کومې دي چې افغان ښځې په‌کې د غوراوي حق نه لري؟

د څېړنې مخینه:

له هغه وروسته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د افغان ښځو ټولنیز ژوند بدل شوی او د ښځو حقونو اړوند برخې محدودې شوې دي. نو دا لومړنۍ څېړنه ده چې د ښځو د غوراوي حق په اړه کېږي.

اصلي پوښتنې:

  • افغان ښځې څومره د غوراوي حق لري؟
  • افغان ښځې په مشخصه توګه د ژوند په کومو برخو کې د غوراوي له حق څخه بې‌برخې کېږي؟

د څېړنې موخې:

  • د افغان ښځو حقوقي وضعیت ته کتنه
  • د هغو ښځو د شمېرو را ټولول چې د غوراوي حق نه لري او همدارنګه هغه کسان چې د غوراوي محدود حق لري.
  • د هغو مواردو انعکاس چې ښځې یې کولای شي غوره کړي، خو له غوراوي څخه یې بې‌برخې شوې دي.

د څېړنې موده:

دا څېړنه د ۲۰۲۴ کال د جنوري میاشتې په پنځلسمه پیل او د مارچ په پنځلسمه پای ته رسېدلې ده.

د څېړنې پر مهال ننګونې:

د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې چې له ۶۰ ډېر محدودیتونه پرې لګېدلي، د ښځو په برخه کې هر ډول څېړنه سخته او وخت ته اړتیا لري. نو په لنډ ډول هغه ننګونې دلته لیکو چې د څېړنې پر مهال ورسره مخامخ وو.

  • افغان ښځې پر دوی لګېدلیو محدودیتونو ته په کتو له زده‌کړو، کار او چکر څخه بې‌برخې شوي او ناچاره دي چې په کور کې پاتې شي او دغه وضعیت خبرواترو ته د هغوی لاسرسی سخت کړی دی.
  • په کورنیو چارو کې پر ټولنې واکمن دودونه هغه ښځې چې په کورونو کې دي، اړ کړي چې هغه ومني او همدا لامل دی چې حقونو ته یې پام نه کېږي.
  • ګډونوالو په دې سروې کې ځکه ځانونه سانسور کړي چې سبا د کورنۍ له غبرګون سره مخامخ نه‌شي.
  • ښځې پر دې پوره نه پوهېدې چې د غوراوي حق لري او کولای شي خپله یو څوک یا یو څیز غوره کړي او همدا لامل و چې د پوښتنلیک موضوعات ترې ګډوډ شوي وو.

د څېړنې متغیرونه: حق، غوراوی، ښځې، زده‌کړې، واده، چکر او دودونه

د راپور لنډیز:

په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ د سلام‌وطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نه لري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي چې په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی. د سروې ګډونوالو بېلابېل عمرونه لرل او ډېره برخه یې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو پورې ښځې جوړوي او دا د سروې د ټولو ګډونوالو ۴۹،۲ سلنه کېږي.

دا نظرپوښتنه په شپږو ولایتونو کې شوې چې کابل تر ټولو ډېر ۸۴ سلنه او فاریاب هم تر ټولو لږ ۱،۳ سلنه ګډونوال لرل.

 بشپړ راپور:

د سلام‌وطندار د نظرپوښتنې موندنې چې په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ نجونو او ښځو سره په‌کې مرکې شوي، ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځو او نجونو ته د ژوند په بېلابېلو برخو کې د غوراوي حق نه‌دی ورکړل شوی او د زده‌کړو، جامو، د چکر او بوختیا ځای غوره کولو، د لویو کورنیو پرېکړو او د ژوند ملګري غوره کولو حق نه‌دی ورکړل شوی او پر ځای یې، پلار، ورور او خاوند پرېکړه کړې ده. په دې ډله کې ۳۸،۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې په ځینو مواردو کې تر یوه بریده او محدود حق ورکړل شوی دی.

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې ۵۶،۹ سلنه ښځو او نجونو ویلي چې د ژوند په ورځنیو غوراویو کې رول نه لري او ۴۳،۱ سلنه نورو بیا ویلي چې دا حق ورکړل شوی دی. په دې ډله کې ۱۴،۶ سلنه ویلي چې د کورنۍ د ورځنیو مسایلو برخه کې د غوراوي هېڅ حق نه لري او ۴۲،۳ سلنه هم ویلي چې دغه حق ترې اخیستل شوی دی، خو ۲۷ سلنه نورو بیا ویلي چې په دغسې غوراویو کې ونډه لري او ۱۵،۹ سلنه هم ویلي چې په بشپړه توګه دغه حق ورکړل شوی دی.

په دې سروې کې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو حق هم ارزول شوی او ۳۲،۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې د زده‌کړو د څانګې او دوام په برخو کې یې د غوراوي حق لرلی، ۲۷،۲ سلنه ویلي چې په بشپړه توګه د زده‌کړو برخه کې حق ورکړل شوی او ۲۳،۶ سلنه یې هم ویلي چې دغه حق ترې اخیستل شوی دی. ۱۶،۳ سلنه ښځو بیا ویلي چې د زده‌کړو برخه کې د غوراوي هېڅ حق نه‌دی ورکړل شوی.

د دې سروې موندنې ښيي چې ۱۱،۲ سلنه ګډونوالو د خپلو جامو د غوراوي هېڅ حق نه‌دی لرلی، ۲۹،۹ سلنه ښځو او نجونو ویلي چې چې جامې د نورو په خوښه کوي، ۲۷،۲ سلنه بیا ویلي چې خپله ځان ته جامې غوره کوي او ۳‍۱،۸ سلنه نورو ویلي چې دغه حق په بشپړه توګه ورکړل شوی دی.

د افغان ښځو او نجونو ورځنۍ بوختیاوې هم په دې سروې کې ارزول شوي چې ۱۲،۳ سلنه یې ویلي چې د ورځنیو بوختیاوو په برخه کې د غوراوي هېڅ حق نه لري، ۳۵،۵ سلنه ویلي چې په ډېری مواردو کې ترې دغه حق اخیستل کېږي، ۳۲،۱ سلنه ویلي چې کولای شي د خپلو ورځنیو بوختیاوو په غوراوي کې ونډه لري او ۲۰ سلنه نورو بیا ویلي چې په بشپړه توګه د خپلو ورځنیو چارو د غوراوي حق لري.

د دې سروې ۴۰،۸ سلنه ګډونوالو ویلي چې د اوسېدو ځای د غوراوي هېڅ حق نه‌دی ورکړل شوی، ۲۷،۸ سلنه ویلي چې دغه حق ترې اخیستل شوی، ۱۸،۷ سلنه ویلي چې د اوسېدو ځای په غوراوي کې یې ونډه لرلې او ۱۲،۷ سلنه نورو هم ویلي چې په بشپړه توګه د اوسېدو ځای د غوره کولو حق ورکړل شوی دی.

۲۳،۴ سلنه ویلي د چکر او ورځنیو بوختیاوو د غوره کولو هېڅ حق نه لري، ۳۷،۸ سلنه ویلي چې دغه حق ترې اخیستل شوی، ۲۴،۸ سلنه ویلي چې چکر او بوختیاوې په خپله غوره کوي او ۱۴ سلنه نورو هم ویلي چې په بشپړه توګه حق لري، څو ځان ته هر ډول چکر او بوختیا غوره کړي.

په دې سروې کې د ژوند په کورنیو پرېکړو کې د افغان ښځو حق هم ارزول شوی چې د ۵۳۰ ښځو له ډلې ۲۲،۵ سلنه یې ویلي چې په دې برخه کې هېڅ رول نه لري، ۴۰،۶ سلنه ویلي چې دغه حق ترې اخیستل شوی، ۲۳،۴ سلنه ویلي چې د دوی نظر په پام کې نیول کېږي، ۱۳،۴ سلنه نورو بیا ویلي چې په دې برخه کې بشپړ واک لري.

۲۱،۶ سلنه ګډونوالو ویلي د خپل ژوند د ملګري په غوراوي کې هېڅ رول نه لري، ۳۴،۶ سلنه ویلي چې دغه حق ترې اخیستل شوی، ۲۳،۱ سلنه ویلي چې یاد حق ورکړل شوی او ۲۰،۸ سلنه نورو هم ویلي چې د خپل ژوند ملګری یې په خپله غوره کړی دی.

وړاندیزونه

۱. نارینه او ښځینه باید پر دې پوه شي چې ښځې د یوه انسان په توګه په خپل ژوند کې د غوراوي حق لري.

۲. باید د ښځو غوراوي ته درناوی وشي.

۳. ښځې او نجونې باید له جامو نیولې تر زده‌کړو پورې د ژوند په ټولو چارو کې د غوراوي حق ولري.

۴. د ښځو د غوراوي حق نه لرلو په اړه په ټولنه کې واکمن دودونه دې د وخت په تېرېدو سره له منځه ولاړ شي.

۵. رسنۍ، دیني عالمان او د هېواد واکمنان باید په دې برخه کې ځینې پروګرامونه په پام کې ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام