Asset 1SWN

یوناما د ظریفې یعقوبي او څلورو نورو کسانو په اړه له ا.ا سره خبرې کړي

b731a4824b7bb08dc89494858ac7a33b221ca491-750x525

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې له اسلامي امارت سره یې د ظریفې یعقوبي او څلورو نورو کسانو په اړه چې پرون په کابل کې نیول شوي، خبرې کړې دي.

یوناما وايي، هر افغان حق لري چې له وېرې او بندي کېدو پرته د سوله‌ييزې غونډې او د نظر او بیان ازادۍ حق لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ، د اسلامي امارت ځواکونو پرون ظریفي یعقوبي او ورسره څلور نور کسان هغه مهال په کابل کې ونیول چې غوښتل یې په یوه خبري غونډه کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت اړوندو مسوولانو تر اوسه د دغو کسانو نیول کېدل نه رد او نه هم تایید کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام