د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په کندهار کې د اسلامي امارت له مشر سره له لیدنې شاوخوا درېنیمې میاشتې وروسته د دې ناستې ځینې برخې ډاګیزه کړې. نوموړي له سياِناِن خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت له مشر سره په خبرو کې یې ټینګار کړی، که غواړي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه واوسي، باید له نړۍ سره همکاري وکړي او په دغه هېواد کې دې ښځینهوو ته د کار اجازه ورکړي.
هغه ادعا کړې چې په یاده لیدنه کې یې د اسلامي امارت له مشرتابه سره په نادولتي موسسو کې د ښځینهوو د کار دوام تر څنګ، پر ځینو مسایلو هوکړې ته رسېدلی چې په وینا یې، اسلامي امارت تر اوسه دا هوکړه عملي شوې نهده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د قطر لومړي وزیر ویلي چې پرمختللی افغانستان، یوه منځلارې حکومت ته اړتیا لري او په خبره یې: «په کندهار کې مې ډېر روښانه بحثونه لرل؛ ومې ویل، که غواړئ د نړیوالې ټولنې برخه واوسئ، باید له موږ سره همکاري وکړئ، څو ستاسو هېواد هم د قطر غوندې پر یوه مډرن اسلامي هېواد بدل شي.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد د قطر له لومړي وزیر سره د ا.ا د مشر له لوري یادې شوې هوکړې نه رد او نه هم تاییدوي، خو ټینګار کوي چې د قطر د لومړي وزیر څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او اسلامي امارت یې په اړه هېڅ نظر نه لري.
بلهخوا د سیاسي چارو شنونکی میرویس اشفته له نړیوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د پر تقابل ولاړې پالیسي دوام د حکومت او افغانستان پر زیان بولي. هغه زیاتوي: «فکر کوي چې له نړیوالې ټولنې سره تفاهم مهمه مسله نهده او هر څه پر مخ ځي، خو داسې نهده. له بده مرغه نه یوازې دوی، بلکې د افغانستان راتلونکې ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړوي.»
د دې تر څنګ، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر رټنو مرسودي، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود او د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ویناوو پر مهال، خپلو حقونو ته د افغان ښځو پر لاسرسي ټینګار کړی دی.
څه باندې دوه کاله کېږي چې اسلامي امارت له نړیوالې سره پر ځینو شرطونو چې ورته وړاندې کړې یې دي، هوکړې ته نهدی رسېدلی او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو په ګډون، د نړیوالې ټولنې د چارواکو غوښتنو او ټینګار پرې اغېز نهدی کړی.
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمان شمال له اسلامي امارت څخه غواړي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره دې لږترلږه د اسلامي هېوادونو غوښتنو ته غاړه کېږدي. نوموړی زیاتوي: «پر باثباته هېواد د افغانستان بدلېدل، د سیمې هېوادونو په ګټه هم دي؛ نو د اوسني سرپرست حکومت مسوولان باید د نړیوالې ټولنې د غوښتنو منلو لپاره چې د افغانستان غوښتنې هم دي، عملي ګامونه اوچت کړي.»
د یادونې ده چې قطر هغه کوچنی او پیاوړی عربي هېواد دی چې نه یوازې له کلونو راهیسې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر کوربهتوب کړی، بلکې له امریکا سره یې د سولې خبرواترو کوربهتوب هم وکړ چې له کبله یې د افغانستان اسلامي جمهوريت ړنګ او اسلامي امارت واک ته ورسېد.