د قطر لومړی وزیر: پرمختللی افغانستان، منځ‌لاري حکومت ته اړتیا لري

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په کندهار کې د اسلامي امارت له مشر سره له لیدنې شاوخوا درې‌نیمې میاشتې وروسته د دې ناستې ځینې برخې ډاګیزه کړې.
نوموړي له سي‌اِن‌اِن خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت له مشر سره په خبرو کې یې ټینګار کړی، که غواړي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه واوسي، باید له نړۍ سره همکاري وکړي او په دغه هېواد کې دې ښځینه‌وو ته د کار اجازه ورکړي.

متحده عربي اماراتو او اوزبکستان په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو هوکړه کړې

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د تېرې شنبې په ورځ یې کابل ته د اوزبکستان او متحده عربي اماراتو له راغلیو پلاویو سره د غونډې پر مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر جوړېدو او پراختیا هوکړه کړې ده.

د هېواد لوېدیځه حوزه کې سبا د پولیو ضدواکسین کمپاین پیلېږي

د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د لوېدیځې حوزې په څلورو ولایتونو کې به سبا دوشنبه د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړي.

دغه کمپاین به سبا دوشنبه د تلې درېیمه هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

احمد‌الله وثیق: راګرځېدونکي شخصیتونه خپله اړیکه نیسي، موږ چاسره اړیکه نه‌نیسو

د اسلامي امارت له واکمنېدو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېر افغان څېرې او شخصیتونه د بېلابېلو لاملونو له امله له هېواده ووتل چې ډېری یې د مخکیني حکومت لوړپوړي چارواکي، د ولسي جرګې غړي، پوځي جنرالان او د لوړې کچې کارکوونکي وو.