Asset 1SWN

احمد‌الله وثیق: راګرځېدونکي شخصیتونه خپله اړیکه نیسي، موږ چاسره اړیکه نه‌نیسو

۱

د اسلامي امارت له واکمنېدو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېر افغان څېرې او شخصیتونه د بېلابېلو لاملونو له امله له هېواده ووتل چې ډېری یې د مخکیني حکومت لوړپوړي چارواکي، د ولسي جرګې غړي، پوځي جنرالان او د لوړې کچې کارکوونکي وو.

د یادو کسانو ترڅنګ ډېری هغه مسلکي کسان او کادرونه هم له هېواده بهر تللي چې نشتون یې د هېواد او حکومت لپاره ستره تشه بلل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسلامي امارت د یادو کسانو د بېرته راستنېدو څرنګوالي او هېواد کې د خوندي چاپېریال برابرولو او د دوی د اوسېدو لپاره تېر کال د «افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون» جوړ کړ چې پر مټ یې تراوسه سلګونه کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د سلام‌وطندار خبریال نصیر کشاورز د «افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون» له ویاند احمد‌الله وثیق سره د یاد کمېسیون پر فعالیتونو ځانګړې مرکه کړې چې لاندې یې لوستلی شئ!

سلام‌وطندار: د لومړۍ پوښتنې په توګه که راته ووایئ چې څه لامل شو چې اسلامي امارت «افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون» جوړ کړي؟

احمدالله وثیق: کله چې د افغانستان اسلامي امارت واک ترلاسه کړ د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د بښنې یو فرمان صادر کړ. په فرمان کې ویل شوي و، هغه کسان چې په تېره اداره کې یې پر لوړو څوکیو دنده کړي وي، که پر لوړو بستونو وي، که پر ټیټو بستونو وي، یا عادي افراد وي، هغوی ټولو ته بښنه وشوه او دا ورته وویل شول چې تاسو خپل وطن کې پاتې شئ او پر خپلو دندو پاتې شئ.

له هغه وروسته حکومت دا اړینه وبلله چې د یاد فرمان د ښه تطبیق لپاره نور اقدامات هم وشي او نورې لارې چارې هم پر کار باندې ولوېږي او هغه کسان چې د منفي تبلیغاتو له امله له هېواده وتلي او یا په هېواد کې ګوښه اوسېږي. د هغوی د بېرته راتګ لپاره یوه ښه دروازه باید خلاصه شي، یو ادرس باید موجود وي چې له هغې لارې بېرته راشي خپل وطن ته.

دویم: د اسلامي امارت نهايي هڅه دا وه چې یو افغان هم په دې نامه چې دوی ته ګواښ متوجه دی او دوی له افغانستانه د باندې واوسېږي، ټول افغانان د افغانستان دي او افغانستان د ټولو ګډ کور دی، باید راشي او خپل وطن کې واوسېږي.

د همدغو موخو لپاره له «افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون» رامنځته شو او ډېر باصلاحیته کمېسیون دی، ځکه د نظام او حکومت لوړپوړي چارواکي د دې کمېسیون غړیتوب لري، لکه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست شته، کورنیو چارو وزارت، امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست وزیر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر شته، د استخباراتو عمومي رییس هم په‌کې غړیتوب لري او ځینې نور بانفوذه شخصیتونه هم دې کمېسیون کې شتون لري.

د دې کمېسیون مشري خپله د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور او په عموم کې دغه کمېسیون د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال تر سرپرستۍ لاندې ده او کار کوي.

سلام‌وطندار: د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ټول‌بښنه اعلان شوه او د اسلامي امارت مسوولانو په وینا، هېواد کې امنیت ټينګ شوی او هغه کسان چې د بېلابېلو لاملونو له امله له هېواده وتلي، بېرته هېواد ته راتللی شي، اوس د ټول‌بښنې فرمان سره سره د یاد کمېسیون رامنځته کېدو ته څه اړتیا وه،؟ فکر نه کوئ چې دا کمېسیون د ټول‌بښنې فرمان تر پوښتنې لاندې راولي؟

احمدالله وثیق: نه د دغه فرمان د ښه تطبیق لپاره چې خلک پوه شي، مثلا تر دې وړاندې ډېر منفي تبلیغات شوي وو، هغوی د ډار احساس کاوه، اوس چې دغه پروسه عملانآ شروع شوه او هغه کسان چې د باندې اوسېدل او د هغوی د بېرته راستنېدو لپاره یو میکانیزم ته ضرورت ده چې څرنګه هغه کسان چې له افغانستانه وتلي، له کومې لارې بېرته افغانستان ته راشي، چا سره تماس ونیسي او د ډاډ لپاره یو څه ولري، د اطمنان ورکولو لپاره باید یو میکانیزم ولري، یو دفتر باید ولري چې خلک ورته مراجعه وکړي، نو دا کمېسیون د امیرالمومنین د فرمان ښه تطبیق او دویم هغه خلکو ته د راتګ لپاره یوه دروازه خلاصه شي جوړ شوی دی. هغه فرمان تر پوښتنې لاندې نه دی راغلی.

سلام‌وطندار: د اسلامي امارت له نظره کومو کسانو ته تاسو «شخصیت» وايئ؟

احمدالله وثیق: هر هغه څوک چې د افغانستان دی او حکومت ته ټول د درناوي وړ دي، موږ یو افغان هم په دې نامه نه غواړو چې دلته خپل وطن کې ورته ګواښ متوجه وي او دی له هېواده بهر واوسېږي. هغه کسان چې د افغان په نوم یادېږي، شخصیتونه دي او موږ ورسره مینه لرو.

سلام‌وطندار: دغو شخصیتونو ته تاسو بلنه ورکوئ، که دوی خپله غوښتنه کوي؟

احمدالله وثیق: له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون خپله لایحه لري، دارالانشا لري او ځینې نورې شعبې لري چې دغه کارونه مخته وړي. په دغه لایحه کې لیکل شوي هر هغه څوک چې غواړي راشي خپل وطن ته، د هغوی لپاره زموږ غېږه خلاصه ده او خپل وطن ته راتللی شي.

د اړیکې لپاره مو دوی ته ایمیل ادرسونه، د وټسپ‌ شمېرې هم ورکړي او نورې هغه لارې چې اړیکه پرې نیول کېدای شي، هغه مو هم د خپلو اکونټونو له لارې خپرې کړې دي.

په لایحه کې دا دي، هر هغه څوک چې غواړي وطن ته راشي، د اړیکې څانګې له‌خوا دوی ته یوه فورمه ورکول کېږي چې په‌کې شخصي احوال ثبتوي، نوم، د پلار نوم، د کوم ځای څخه راځي، مخکې یې چېرته دنده وه او اوس به چېرته ځي دا ټول ثبتېږي. اړیکې د هغوی له‌خوا نیول کېږي او موږ چا سره اړیکه نه‌نیسوو.

سلام‌وطندار: تراوسه څومره کسان د دې کمېسیون په هلو ځلو بېرته هېواد ته راستانه شوې دي؟

احمدالله وثیق: له هغه وخت راهیسې چې کمېسیون خپل کار پیل کړی تراوسه نږدې ۶۶۵ کسان بېرته هېواد ته راګرځېدلې دي او دې کې د تېرې ادارې لوړپوړي چارواکي هم شامل دي، د وزیرانو د کچې، د وزارتو د معینانو او مرستیالانو په کچې، ولسوالان، د پوځ او پولیسو په لیکه کې د جنرالانو او افسرانو په کچه… او د ولسي جرګې د وکیلانو په کچه ډېر کسان راګرځېدلې دي.

سلام‌وطندار: ډېری دغو شخصیتونو چې ویل کېږي عامه شتمنۍ یې لوټلي او خلک یې زیانمن کړي دي، اسلامي امارت د کومو اصولو له مخې دوی ته بښنه کوي؟

احمدالله وثیق: هغه کسان چې په تېره اداره کې یې کار کړی، هغوی ته خو بښنه شوې، له هغوی د دې پوښتنه نه کېږي چې تېر نظام کې دې ولې داسې کول، یا په هغه نامه دوی تهدید شي چې تاسو تېر نظام کې کار کړی دی. ولې هغه کسان چې د خلکو حق یې خوړلی او د خلکو ځمکې یې غصب کړي، دوی ته بښنه نه ده شوې.

ځکه هغه د خلکو خپل ثابت حق دی او دوی به راځي خپل اسناد به وړاندې کوي چې پر پلاني کس مې دومره پیسې دي، یا یې کور راڅخه غضب کړي… هغه خپله دعوه مخکې وړلی شي او د دوی بښنه هم نه‌ده شوې. هغه کسان چې تېر نظام کې یې کار کړی او خورد برد یې کړی وي، هغوی ته بښنه شوې.

موږ کمېسیون کې یو قضايي بورډ لرو، که څوک په راتلونکي کس دعوه ولري، دواړه راغواړو او خبرې ورسره کېږي او هڅه کېږي چې قضیه یې حل شي، که بیا هم حل نه شي، دوی عدلي ارګانونو ته لېږو او قضیه یې هلته پرمخ وړل کېږي.

سلام‌وطندار: هغه کسان چې بېرته راګرځېدلې هېواد ته کومې اسانتیاوې مو ورته برابرې کړې؟

احمدالله وثیق: تر ټولو لوی سهولت خو دا دی چې دوی راځي په خپل وطن کې له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره په ازاده او خوشحالي کې ژوند کوي، که څوک د امنیت له اړخه د ګواښ احساس کوي، چېرته چې اوسېږي، د هغې سیمې امنیتي حوزې، استخبارات او امنیتي ځواکونه ټول په جریان کې وي او امنیت یې ساتل کېږي. د نورو افغانانو په څېر دوی هم له ټولو امتیازاتو برخمن دي.

سلام‌وطندار: ویل کېږي، ځینې شخصیتونه چې افغانستان ته راګرځېدلي، اوس بندیان دي او خینې ناتایید شوي راپورونه هم خپاره شوي چې ځینې دغه کسان وژل شوي، نو د خوندیتوب او کارټ موضوع په څه معنی ده؟

احمدالله وثیق: موږ ته تراوسه داسې څه نه دي راغلي چې ګواکې هغه کسان چې تازه راګرځېدلې وي او د حکومت له لوري دې نیول شوي، البته افغانستان کې شخصي خصومتونه او دښمنۍ شته، له دې انګار نشو کولای په ټول افغانستان کې شته. په دې نوم چې دغه کسان له بهر راغلي او حکومتي کسانو دې هغه وژلي وي یا زیان دې ورته رسولی وي، داسې پېښه موږ سره تراوسه نه‌ده ثبت شوې. که چا ته ګواښ شوی وي او کمېسیون سره یې اړیکه نیولي وي، موږ سملاسي د ولایت والي او چارواکو سره تماس نیسو او ستونزه یې حلوو.

سلام‌وطندار: ځینې شخصیتونه چې راګرځېدلې اسلامي امارت هغوی ته ژمنه ورکړې وه چې له تجربو څخه به یې استفاده کوي، خو دا کار په ظاهره ښکاري چې تراوسه نه دی شوی، لامل یې څه کېدای شي؟

احمدالله وثیق: بلې دا خبره موږ کړې او په اثبات مو هم رسولې ده. هغه کسان چې بېرته راګرځېدلي، له حکومت سره څو ځله ناستې جوړې شوي، مثلا دوی چې راوګرځېدل لومړی مجلس یې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال سره و او پر ټولو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې. له هغه وروسته د کمېسیون مشر دلاور صیب سره د دوی څو ناستې شوي او له هغه وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره ناسته وشوه او د دوی تجربې واورېدل شوې او استفاده هم ترې شوې ده. دغه کسان هر وخت چې وغواړي حکومتي چارواکو سره کتلی شي او د لیدنې زمینه ورته برابرېږي.

خو دوی ته دا ژمنه نه ده ورکړل شوې چې دوی که راشي، خامخا به دنده ورکول کېږي،  ولې حکومت وړتیا، ژمنتیا او ایماندارۍ ته په کتو سره ممکن په ځینو برخو کې دوی پر دندو وګومارل شي.

سلام‌وطندار: ایا سیاسي رهبرانو ته مو هم بلنه ورکړې چې هېواد ته راستانه شي؟

احمدالله وثیق: زموږ د اسلامي امارت مشرانو تل په خپلو بیانونو کې د بېلګې په توګه د ځینو کسانو نومونه اخلي چې وطن ته راتللی شي، ولې د کمېسیون له لوري دوی ته تراوسه دعوت نه دی ورکړل شوی، ځکه لایحه داسې ده چې هغوی تماس نیسي او موږ یې د راتګ زمینه برابروو.

سلام‌وطندار: ویل کېږي ځینې هغه کسان چې هېواد ته راګرځېدلي وو، بېرته له هېواده وتلي دي؟

احمدالله وثیق: زما په نطر دلیل یې دا نه دی چې دوی دلته راغلل او دوی په تکلیف شوي او بېرته تللي. دا معمول خبره ده چې له افغانستان څخه دستي زرګونه او سلګونه زره کسان له افغانستان ځي، ځینې سوداګري لپاره، ځینې د خپلې کورنۍ لیدو لپاره بهر ته ځي، ځینې د درملنې لپاره بهر ځي. هر هغه افغان چې قانوني اسناد ولري، له هېواده بهر تللی شي. زما په اند هغه کسان چې راغلي او بېرته له افغانستانه وتلي، د خپلو ضرورتونو له مخې تللې دي.

دا خو د خلکو خبرې دي، ولې زه فکر نه کوم چې دا خلک دې همدې لپاره راځي. که بانکونو کې د دوی پیسې وي، دا د دوی حق دی که افغانستان کې اوسېږي، که بهر هم اوسېږي، دا د دوی حق دی او ورکول کېږي. خو زه فکر نه کوم چې دا خلک یوازې د دې لپاره راځي چې خپل بانکي حسابونه خلاص کړي او بیا به بېرته له وطن څخه ځي. حکومت څوک نشي راګرځولی چې له وطن څخه ولې وځې؟ دا اوس په سلګونه زره کسان وځي او حکومت نشي کولای چې ټولو باندې بندیز ولګوي.

سلام‌وطندار: د افغان شخصیتونو د راتلو بهیر په ظاهره لږ څه تت شوی، څه فکر کوئ لامل به یې څه وي؟

زما په اند دا بهیر چټک شوی او دې وروستیو کې تاسو ولیدل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر یوسف نورستانی راغی، د ولسي جرګې غړې مریم کوفي راغله او داسې نور کسان هم راغلل او زما په اند دا بهیر چټک شوی دی.

احمدالله وثیق: له یادو کسانو مو تراوسه د نظام په جوړښت کې جذب کړي؟

دا د هر وزارت  دنده ده. مثلا د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولانو تل دا ټينګار کړی، هغه استادان چې له افغانستانه د باندې اوسېږي، بلنه یې ورکړې او نورو وزارتونو هم په تخنیکي او مسلکي برخو کې چې د دوی ورته رسېدنه کېږي، ترې بلنه کړې چې بېرته هېواد ته راستانه شي او له دې لارې ډېر کسان هم راغلي دي. څه وخت مخکې د لوړو زده‌کړو وزارت یوه غونډه جوړه کړې وه او په‌کې یادونه وشوه چې سلګونه استادان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. دندې هم ورکړل شوي او مصروف هم دي.

سلام‌وطندار: د وروستۍ پوښتنې په توګه وثیق صیب هغه کسان چې راګرځېدلي او د حکومت په جوړښت کې یې له تجربو استفاده نه‌کېږي او یا تر ګواښ لاندې دي، نو اوس هغه کسان چې د باندې دي، هغوی په کومه انګېزه او لېوالتیا هېواد ته راوګرځي.؟

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

احمدالله وثیق: زه دا خبره نه تاییدوم  چې د دوی له نظریو او تجربو څخه استفاده نه‌ده شوې، ما مخکې هم وویل چې دوی هر وخت کولای شي، له مشرانو سره ناستې وکړي او تجربې ورسره شریکې کړي او د دوی له تجربو هم استفاده شوې ده. کومو پېښو ته چې تاسو اشاره وکړ، ځینې محدودې پېښې دي او دا موږ نه تاییدوو چې هغه دې په دې نامه وژل شوي وي چې تا په تېر نظام کې دنده کړې. ولې له دې انګار نشي کېدای چې ځینې شخصي خصومتونه شته، دښمنۍ شته، په تېرو وختونو کې خلکو بدۍ کړي او غچ اخیستل شوی وي، زه یې ردولی نشم. تراوسه ۶۶۵ کسان راغلي او ټول ازاد ګرځي، که چا سره کومه پېښه شوې وي، شخصي خصومت به وي. خو بیا هم کمېسیون د دوی ستونزې ته رسېدنه کوي او حلوي یې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام