Asset 1SWN

له ۱۷ښځو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ «د دودنو له امله له میراث محرومې یوو»

CF09BCF9-02AA-4234-8586-F16D8BB27A4E_cx0_cy13_cw62_w1080_h608

سلام‌وطندار په هېواد کې له میراث محرومو شویو ۱۷مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې دغه ښځې په ټولنه کې د شته دودونو او رواجونو له امله له میراث محرومې شوې دي.

یادو ښځو سلام‌وطندار سره په مرکو کې ویلي چې په کورنیو او ټولنه کې د حاکمو دودونو له کبله میراث یوازې نارینه‌وو ته ورکول کېږي او په وینا یې، ښځینه ترې محرومې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سلام‌وطندار له لوري د ۱۷ مرکه شویو ښځو له ډلې یوولسو یې له قومي لارو  د خپل میراث غوښتنه کړې، خو نه‌دی ورکړی شوی او پاتې څلورو بیا د میراث اخیستلو هېڅ هڅه نه‌ده کړې او ترې محرومې شوې دي.

له مرکه شویو مېرمنو څخه یوازې دوو مېرمنو وروسته له هغې چې میراث نه‌دی ورکړل شوی، د خپل میراث ترلاسه کولو لپاره له قانوني لارې هڅه کړې ده.

یوې مرکه کوونکې مدینې چې په قومي توګه یې د خپل میراث غوښتنه کړې، سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي چې له غوښتنې سره سره یې د میراث حق نه‌دی ورکړل شوی.

مدینه چې د لغمان اوسېدونکې ده، زیاته کړې چې ټولنه کې د شته دودنو له امله میراث نه‌دی ورکړل شوی او په وینا یې، اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او له پلار پاتې شتمنۍ ته سخته اړتیا لري.

نوموړې وویل چې له یوه پلار څلور ورونه او دوه خویندې دي او له پلاره ورته په میراث کې دوه حوېلۍ او څو جریبه ځمکه پاتې ده.

مدینې همداراز وویل، که څه هم په قومي توګه یې د خپل میراث غوښتنه وکړه، خو حقوق یې د ورونو ترمنځ ووېشل شول او د میراث نه‌ورکړې ترڅنګ ورته ګواښ هم شوی دی.

هغې وویل: «ورونو مې راته وویل، که د میراث حق غواړئ، موږ تاسو ته حق نه‌درکوو چې حتا جسدونه مو د پلار په هدیره کې خښ کړي. د همدې لپاره مو ټول راټول کړل او خبرې مو وکړې، ټولو وویل چې عمه‌ګانو او د پلار د تره لورګانو مو میراث نه‌دی اخیستی او غټې خور مې هم وویل چې زه میراث نه‌اخلم.»

ارزو او روهینا هم د خپل میراث غوښتنه کړې، خو له پلار ورپاتې شتمني یې د ورونو له لوري خپلو منځو کې وېشل شوې ده.

ارزو وویل: «له پلاره راته پنځه جریبه ځمکه پاتې، ما او خور مې دواړو میراث وانخیست، ما هڅه وکړه چې میراث مې واخلم، ورونو مې راسره تند چلن وکړ. په قوم او خپلو کې مو هم ښځو ته میراث نه ورکوي.»

په ورته مهال روهینا وايي چې د میراث ترلاسه کولو هڅه یې کړې، خو ورونو یې ورته ویلي چې ښځې میراث کې ونډه نه‌لري. «ورونو مې راته وویل چې تا واده کړی او حق نه‌لرئ. نورو خویندو مې اقدام نه دی کړی او ورونه مې راته وايي چې ښځې د میراث حق نه‌لري. زموږ قوم کې ښځو ته څوک میراث نه‌ورکوي.»

بل‌خوا د سلام‌وطندار له لوري د ۱۷ مرکه‌ شویو مېرمنو له ډلې څلورو یې ویلي، ټولنه کې د شته دودونو له کبله یې هېڅ‌کله د خپل میراث د اخیستلو هڅه نه‌ده کړې.

د نوموړې په وینا، ټولنه کې شته دودونو او رواجونو ته په پام چې یوازې نارینه‌ د میراث حق‌دار پېژندل کېږي، غلې پاتې شوي ځکه د دوی له لوري د میراث د اخیستلو هڅه یو ننګ ګڼل کېږي.

صفا وویل: «ما هېڅ‌کله له خپلې کورنۍ او قانوني مرجع څخه د میراث د اخیستلو هڅه نه‌ده کړې، زموږ کورنۍ کې ښځې ته میراث نه‌ورکوي. زموږ قوم او ټولنه کې میراث اخیستل عیب دی. ښځو ته په اسانۍ سره میراث نه‌ورکوي. د همدې لپاره مې د میراث غوښتنه نه‌ده کړې.»

نجیبې وویل: «ځکه زموږ قوم کې میراث ورکول ستونزمنه ده او یو ننګ دی او د همدې لپاره وانخیست.»

په ورته مهال د سلام‌وطندار له لوري له ۱۷ ښځو سره د مرکو په ترڅ کې موندل شوې چې یادو مېرمنو د خپل پلار او مور څخه له پاتې میراث نه‌برخمنې شوې او له دې ډلې یوازې دوه مېرمنې غواړي چې د میراث ترلاسه کولو لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته مراجعه وکړي.

ستاره چې غواړي له قانوني لارې خپل میراث ترلاسه کړي، وايي، له پلاره ورپاتې میراث اخیستلو لپاره له قومي لارې هڅه کړې، خو غوښتنه یې نه‌ده منل شوې او اوس غواړي چې له قانوني لارو هلې ځلې وکړي.

هغې وویل: «د میراث غوښتنه مې وکړه او رایې نه‌کړ، که داسې مخته لاړ شي، له قانوني لارو به ورسره مخې‌ته لاړه شم. دا یو دود شوی، که څوک د میراث حق وغواړي، د پلار کورنۍ یې ورسره اړیکې پرې کوي.»

دغه مېرمنې داسې حال کې له میراث محرومې پېژندل شوي چې دیني عالم ښځو ته د میراث پر ورکړې ټینګار کوي او وايي چې د اسلام دین د احکامو پر بنسټ، که له متوفي هلک او نجلۍ پاتې وي، ښځینه ته د پلار له شتمني نیمه میراث کې ورکول کېږي.

دیني عالم عتیق‌الله انس سلام‌وطندار ته وویل: «لکه څنګه چې نارینه حق لري، ښځې هم حق لري او قران‌کریم کې نساه سوره کې ویل شوي چې او حق یې ثابت دی، ټاکل شوی او ثابت احکام دي.»

په همدې حال یوه بل دیني عالم عبدالله احساني هم وویل: «د اسلامي فقهې، قران او شریعت له پلوه چې څنګه نارینه‌وو ته ونډه ورکړل شوې، ښځو ته هم ورکړل شوې ده او دا واجب دی هم ښځې او هم نارینه استثنا نشته. دوه خویندې د یوه ورور په برابر سهم لري.»

بل‌خوا د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې وايي چې له دین د خلکو د نه‌پوهاوي او هېواد کې د قانون نه‌پلي‌کېدل له امله لا هم هېواد کې ښځې له میراث محرومې کېږي.

دوی پر حکومت د نیوکې ترڅنګ وايي چې تراوسه ښځو ته د میراث حق ورکړې برخه کې کوټلي ګامونه نه‌دي اخیستل شوي او ټول اقدامات د عدلي او قضايي ادارو په چوکاټ کې له مراجعې وروسته خلاصه کېږي.

د ښځو حقونو یوې فعالې حمیرا فرهنګ‌یار وویل: «له بده‌مرغه چې زموږ ټولنه کې دیني عالمانو هغه ډول چې باید د میراث په اړه یې کورنۍ پوهې کړې وای، نه‌دي پوهولي چې میراث د ښځو شرعي حق دی. پخوا هم همداسې وو.»

د ښځو حقونو یوې بلې فعالې ثریا پیکان هم وویل: «افغانستان کې ډېری وخت ښځو ته میراث نه ورکول کېږي او ښځې هم نه‌پوهېږي چې حق او حقوق یې څه دي او چېرته د خپلو حقوقو لپاره مراجعه وکړي. خو افغانستان کې تاسو پوهېږئ چې محکمې ته د ښځو تلل، شرم او عیب ګڼل کېږي.»

په ورته مهال یوشمېر مدافعې وکیلانې وايي چې ښځو ته د میراث ورکول په د افغانستان د قوانینو او شریعت له مخې مشخص او ټاکل شوي، خو د عامو خلکو له نظره ښځو ته د میراث ورکړه، شرم او ننګ ګڼل کېږي.

یوې مدافعې وکیلې جمیلې فقیر‌یان وویل: «موږ ډېری داسې قضیو سره مخ شوي یو چې له نېکه‌مرغه د ښځو په ګټه تمامې شوي. ما داسې یوه قضیه مخته وړه چې له خپل ماما څخه د خپل مور میراث واخلي، ډېر ملکیت وو، ډېر مخکې لاړو، خو د نظام بدلون له امله مو ونشو کړای چې دا کېس پای ته ورسوو.»

هڅه مو وکړه چې په یاد راپور کې د سرپرست حکومت نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شو. که څه هم څو اوونۍ پرله‌پسې مو سترې محکمې سره د یادې موضوع په اړه په وار وار اړیکه ټينګه کړه، خو د یاد بنسټ له مسوولانو د نظر په اخیستلو بریالي نه‌شوو.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۱۲مه د سرپرست حکومت مشرتابه د یوه شپږ ماده‌ییز فرمان په پنځمه ماده کې راغلي و چې ښځو ته باید د میراث او مهر حق ورکړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام