سلام‌وطندار په هېواد کې د ۵۵ تصویري، غږیزو، چاپي او خبري اژانسو له مسوولانو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره ۷۸سلنه دې رسنیو کې د ښځو حضور ۶۶سلنه کم شوی دی.

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ، د مخکیني حکومت له پرځېدو وړاندې د هېواد په کچه په ۵۵ رسنیو کې ۸۳۱ مېرمنو او نجونو حضور درلود چې د سرپرست حکومت په راتلو سره یې شمېر ۲۸۸ ته راښکته شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغو رسنیو مسوولان چې رسنیو کې یې د ښځو شتون کم شوی، سلام‌وطندار ته ویلي چې د سرپرست حکومت له لوري پر رسنیو او ښځو محدودیتونه لامل شوي چې رسنیو کې یې د ښځینه‌ کارکوونکو شتون د پام وړ راټيټ شي.

کابل کې د چنار راډیو مسوول عصمت‌الله حلیم سلام‌وطندار ته وویل: «موږ د جمهوریت پرمهال لس ښځینه کارکوونکې لرلې، خو اوس پنځه-شپږ ښځینه کارکوونکي لرو چې د ا.ا په راتلو سره د محدودیتونو او ننګونو له امله رسنیو کې د ښځو حضور کمرنګه شوی دی.»

په ورته مهال کابل کې د واک راډیو مسوول امان‌الله نصرت وویل: «اوسنیو شرایطو کې د ښځو حضور کمرنګه دی، د ځینو ولایتونو رسنیو کې خو ښځینه کارکوونکې بېخې شتون نه‌لري، دې شرایطو کې موږ ښځینه کارکوونکې لرو، پخو مو تر ۵۰سلنه ښځینه کارکوونکې لرلې، خو اوس یې شمېر ۲۰سلنې ته ښکته شوی دی.»

د سلام‌وطندار له لوري په شوې څېړنه کې جوته شوې چې له یادو ۵۵ بېلابېلو رسنیو کې ۱۲سلنه دې رسنیو کې د ښځو حضور بدلون کړی دی.

له دې سره هم‌مهاله د یادو رسنیو مسوولان وايي، له ډېرو هڅو وروسته توانېدلې چې خپلو رسنیو کې د ښځو شتون خوندي کړي، خو دوی ته رسېدلې راپورونه ښيي چې نورو رسنیو کې د ښځو شتون خورا کمرنګه شوی دی.

د طلوع‌نیوز ټلوېزیون رییس ذبېح‌الله سادات سلام‌وطندار ته وویل: «کله چې نظام سقوط وکړ، پر ښځو د محدودیتونو لګولو سره رسنیو کې د ښځو شتون کمرنګه شوی، خو بیا هم موږ طلوع‌نیوز کې ۲۰ ښځینه کارکوونکې لرو چې بېلابېلو برخو د خبرو ویاندوي، د سیاسي خپرونو مخته وړل، انلاین او کمرو برخو کې بوختې دي.»

د ارمان راډیو مسوول عبدالحق منصور وویل: «رسنیو کې د ښځو شتون د پخوا په څېر نه دی. د جمهوریت په څېر نه دی او اوس د ښځو حضور کمرنګه دی. اوسنیو شرایطو ته په پام موبي‌ګروپ کې د ښځینه کارکوونکو شمېر ښه دی، ارمان اف‌ام کې د جمهوریت په څېر دی، پخوا هم پنځه شپږ ښځو کار کاوه او اوس یې هم کوي.»

همداراز د سلام‌وطندار له لوري د څېړل شویو ۵۵ رسنیو په لس سلنه رسنیو کې یې د ښځو او نجونو شتون زیات شوی دی. د یادو رسنیو مسوولان هم دې رسنیو د ښځو شتون ډېروالي لامل د مسوولانو له لوري ښځو ته د کاري فرصتونو برابرول یادوي.

بل‌خوا د ازادو ژورنالېستانو انجمن او د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري سلام‌وطندار ته د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، رسنیو کې د ښځو شتون ۸۱ او ۷۰سلنه کموالی ښيي.

د افغانستان ژورنالېستانو ټولنې د شمېرو له مخې، د جمهوریت پرمهال رسنیو کې د ښځو شمېر ۲۷۵۰ ته رسېده، خو اوس دغه شمېر ۵۴۵ ته راټيټ شوی دی.

په همدې حال کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولان وايي چې د جمهوریت په وروستیو کې دې بنسټ سره ۱۵۰۰ ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې ثبت وې، خو اوس یې شمېر ۴۵۰ ته ښکته شوی دی.

په ورته مهال یو‌شمېر هغه ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې چې د سرپرست حکومت په راتلو سره رسنیو کې له خپلو دندو ګوښه شوي، وايي، له دلیل پرته ګوښه شوي او اوس د وزګارتیا له امله اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د یوې غږیزې رسنۍ کارکوونکې ثریا یوسفي وویل: «خاص دلیل یې راته ونه‌وو چې ولې یې له دندو ګوښه کړو، یو منطقي او کتابي دلیل یې راته ونه‌ویل‌، یوازې یې وویل چې تاسو نور نه‌شئ راتلی، ځګه امارات نه‌غواړي، وروسته له دې چې دنده مې له لاسه ورکړه، روحي ستونزې راته پیدا شوې، وړتیا مې له لاسه ورکړې او اقتصادي ستونزو سره مخ یم.»

د یک ټلوېزیون کارکوونکې شمایل موسوي وویل: «مخکې مو رسنیو کې کار کاوه، خو په کور یوو، رسمي دنده نه‌لرم. هېواد کې د بدلونونو له امله مو دنده پرېښوده، دې پر رسنیو هم اغېز وکړ او رسنیو له اقتصادي اړخه د خپلو کارکوونکو اړتیاوې نشوای پوره کولای. دې وضعیت ګڼې اقتصادي ستونزې رامنځته کړې، هیله‌ نه‌لرو خو بیا هم دوام ورکوو.»

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان بیا رسنیو کې د ښځو شتون کموالی ردوي او وايي چې ښځې د پخوا په څېر رسنیو کې حضور لري.

په ورته مهال دغه د هېواد په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د شمېر په اړه د سلام‌وطندار د پوښتنې په ځواب کې یاد وزارت وویل چې د هېواد په فعالو رسنیو کې د ښځو شتون کره شمېر نه‌لري. دا په داسې حال کې دی چې هېواد کې هېڅ رسنۍ د اطلاعات او فرهنګ وزارت له جواز پرته فعالیت نه‌لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رییس عبدالواحد ریان سلام‌وطندار ته وویل: «پخوا چې څومره ښځو په رسنیو کې کار کاوه، اوس هم په رسنیو کې پر دندو بوختې دي او هغه رسنۍ چې هېواد کې فعالې دي، د ښځینه کارکوونکو شمېر په‌کې نه دی کم شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره په هېواد کې د ګوتو په شمېر ځینو برخو کې ښځې پر کار بوختې دي او نورو برخو کې په ځانګړې توګه د زده‌کړو حق څخه څنډې ته کړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام