یوشمېر اوزبیکان د اوزبیکي ژبې ملي ورځې په را رسېدو سره هېواد کې دې ژبې ته د کمې پاملرنې او د هغې د پیاوړتیا بستر له منځه تلو په اړه اندېښنه لري.

له هغه وروسته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، نه یوازې د اوزبیکي ژبې د پیاوړتیا لپاره هڅې کمې شوي، بلکې دا ژبه له هېره شوې هم ده. په دغه بدلون سره په ملي راډیو ټلوېزیون کې په اوزبیکي ژبه د خبرونو خپرېدل درېدلي دي.

د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون د اوزبیکي برخې مدیر حسیب کریمي سلام‌وطندار ته ویلي: «اووه میاشتې مخکې مو هر ماښام په ملي ټلوېزیون کې نږدې ۲۰ دقیقې اوزبیکي خبرونه لرل، خو اوس درېدلي دي. دا خپله یو زیان و.»

د جمهوریت له سقوط وروسته ډېری هغه خصوصي رسنۍ چې په اوزبیکي ژبه یې نشرات لرل، د بېلابېلو لاملونو له کبله تړل شوې دي. په دې ډله کې آیینه او باتور ټلوېزیونونه، تخار کې بیرلیک ټلوېزیون، فاریاب کې میمنه راډیو او یوشمېر نور محلي رسنۍ د یادونې وړ دي. په تېر حکومت کې یوشمېر دولتي ادارو هم په اوزبیکي نشرات لرل چې اوس دا لړۍ په ټپه ولاړه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې ترڅنګ، هېواد کې له اوزبیک ماشومانو په خپله مورنۍ ژبه د زده‌کړو حق هم تر یوې کچې اخیستل شوی دی. ګڼ‌شمېر ښوونځي اوس د ښوونکو یا د اوزبیکي ژبې کتابونو له کمښت سره مخامخ دي.

تخار کې یو ښوونکی عبدالکریم غریب اوغلي اوزبیکي ژبې ته د پوهنې وزارت نه پام ته په اشارې وايي: «ادارې اوزبیکي ژبې ته پام نه کوي. په ځینو ښوونځیو کې ښوونکي کم دي او چېرته چې ښوونکي وي، درسي کتابونه نشته.»

تخار کې یو بل ښوونکی عبدالله وايي چې د دغه ولایت په ۱۶ ولسوالیو کې چې ۷۵ سلنه وګړي یې اوزبیکان دي، ښايي له دوو ترې درې سلنه د اوزبیکي ښوونکي په ښوونځیو کې ګومارل شوي وي. هغه وايي، د کتابونو کمښت لامل شوی چې له درسي مهال‌وېش نه د اوزبیکي ژبې مضمون واېستل شي.

په تېرو دوو لسیزو کې چې افغانستان څه‌ناڅه ارام و او د ژبو د پیاوړتیا لپاره ټولنیز بستر جوړ و، د اوزبیکي ژبې د پیاوړتیا لپاره ځینې ګامونه اخیستل شوي دي.

د اوزبیکي ژبې لیکوال او شاعر سیدمحمدعالم لبیب په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «د جمهوریت په شل کلنه دوره کې، په اوزبیکي ژبه نږدې ۵۰۰ کوچني او غټ علمي، څېړنیز، د شعرونو او مقالو اثار چاپ شوي دي.»

مخکیني ولسمشر محمداشرف غني په ۱۳۹۸ کال کې د یوه فرمان له لارې د تلې نهه‌ویشتمه د افغانستان په کالیزه کې د اوزبیکي ژبې ملي ورځې په توګه ونوموله او له هغه وروسته به هر کال دا ورځ نمانخل کېدله. که څه هم دا د اوزبیکي ژبې لپاره یوه لاسته‌راوړنه وه، خو بیا هم څومره چې لازمه وه، د دې ژبې لپاره کار نه‌دی شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو اوزبیک لیکوال امین‌الله نایل خانګیلدي چې درې ناولونه یې لیکلي وايي: په اوسنیو شرایطو کې د اوزبیکي ژبې د پیاوړتیا لپاره باید شته کتابونه چاپ شي او پرمختګ او مطالعې ته یې ډېر پام وشي.»

د اوزبیکي ژبې د پیاوړتیا لپاره اړتیا ده، څو په هغو سیمو کې چې ډېری وګړي یې اوزبیکان دي، د ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شي، په دې ژبه کتابونه ولیکل شي یا هم له نورو ژبو ورته را وژباړل شي. دغه کار به د اوزبیکي ژبې د پیاوړتیا لپاره بستر برابر کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام