د اوزبیکي ژبې ملي ورځ؛ د اوزبیکي رسنیو د فعالیت درېدل او ښوونځیو کې د ښوونکو کموالی

یوشمېر اوزبیکان د اوزبیکي ژبې ملي ورځې په را رسېدو سره هېواد کې دې ژبې ته د کمې پاملرنې او د هغې د پیاوړتیا بستر له منځه تلو په اړه اندېښنه لري.
له هغه وروسته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، نه یوازې د اوزبیکي ژبې د پیاوړتیا لپاره هڅې کمې شوي، بلکې دا ژبه له هېره شوې هم ده. په دغه بدلون سره په ملي راډیو ټلوېزیون کې په اوزبیکي ژبه د خبرونو خپرېدل درېدلي دي.