که څه هم په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله د نورو برخو ترڅنګ پوهنې ته هم زیان اوښتی، خو په یوه کمساري اقدام کې یو‌شمېر ځوانانو په لوګر ولایت کې د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه په ښار کې پر خلکو کتابونه ووېشل او خلک یې یووالي ته راوبلل.

په لوګر کې د کتاب لوست فرهنګي ټولنې غړو پرون په دې ولایت کې د کتاب او مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په ښار کې پر سلمانیو، موټر چلوونکو او ځوانانو کتابونه ووېشل او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه زده‌کړو ته وهڅوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کتاب لوست ټولنې استازی محمد رسول کامران وایي چې له دې هڅې یې موخه دا ده چې په لوګر او نورو ولایتونو کې د کتاب لوستنې فرهنګ پیاوړی کړي او له همدې لارې خلک یووالي او یو بل منلو ته راټول کړي.

په ورته مهال د دې ټولنې نورو غړو هم په خپلو خبرو کې ځوانان مطالعې ته وهڅول د افغانستان او افغانانو د ژغورنې یواځینۍ لار یې کتاب او مطالعه یاده کړه او دوی ژمنه وکړه چې لا به هم په دې برخه کې خپل فعالیتونه جاري ساتي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوګر ولایت اوسېدونکي او فرهنګیان هم د یادې ټولنې له دې هڅې هرکلی کوي او دغه چاره په عامو خلکو کې د مطالعې فرهنګ د دودولو او پراختیا په برخه کې اغېزمنه بولي.

په ورته مهال دوی له یادې ټولنې غواړي چې دغه شان کمپاینونو ته دوام ورکړي او د کمپاین پيل شوې لړۍ ولسوالیو او کلیو ته هم وغځوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د مطالعې او کتاب لوست سره د ځوانانو مینه بې خونده شوې او د دې فرهنګ د بیا پیاوړتیا لپاره په لوګر او یو‌شمېر نورو ولایتونو کې ځوانان دا ډول فعالیتونه کوي، څو د مطالعې فرهنګ پیاوړی شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام