د بدخشان په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د کتابونو دوه‌ورځنی نندارتون جوړ شو

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې د مرکز فیض‌اباد په ګډون یې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې هم د سړک پر سر زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ته ایښي دي. هغه وايي، هڅه کوي چې د بدخشان په نورو ولسوالیو کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي دي.

لوګر کې فرهنګ‌پالو د یو بل منلو په موخه پر خلکو کتابونه وېشلي

 که څه هم په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله د نورو برخو ترڅنګ پوهنې ته هم زیان اوښتی، خو په یوه کمساري اقدام کې یو‌شمېر فرهنګ‌پالو او مدني فعالانو په لوګر ولایت کې د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه په ښار کې پر خلکو کتابونه ووېشل او خلک یې یووالي ته راوبلل.

طالبانو پکتیا کې د «هېوادپالنه، فرهنګ او مدني زده‌کړې» مضمونونو پر تدریس بندیز لګولی

د پکتيا ولایت اړوند هغه ولسوالۍ چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، اوسېدونکي یې وایي، وسله‌والو طالبانو د دغو سیمو په ښوونځيو کې د تدریس پر یو‌شمېر مضمونونو بندیز لګولی دی. خو د دغه ولایت د پوهنې رياست مسوولان وايي چې د مضمونونو د تدريس چارې په عادي توګه روانې دي.

د بدخشان د بومي او اشکاشمي ژبو د هېرولو ګواښ

د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ فرهنګپال شاه‌میري شاهپور وایي، اشکاشمي ژبه چې یوه وخت د اشکاشم ولسوالۍ خپلواکه ژبه وه، دا مهال یوازې څو ولسوالیو ته محدوده شوې او په یو شمېر کلیو او بانډو کې پرې ځوانان هم خبرې نه‌شي کولای.

د پارک سینما ټغر ور ټول شو

کابل ښاروالۍ وايي، د پارک سینما ودانۍ د ورانولو چارې يې پيل کړې.  د يادې ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وایي، د پارک سینما ودانۍ د ګټې اخیستنې او د بيا جوړېدو وړ نه ده نو ځکه غواړي چې له منځه یې یوسي.
سميرا رسا دغه راز وایي، د یادې سینما له سره جوړولو لپاره تراوسه کومه طرحه نه ده جوړه شوې.
په ورته وخت کې افغان فلم د پارک سینما د ورانېدو په اړه غبرګون کې ويلي دي چې د یادې سینما ورانول د فرهنګ پر خلاف کار دی او د دې کار مخه باید ونیول شي.