د پکتيا ولایت اړوند هغه ولسوالۍ چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، اوسېدونکي یې وایي، وسله‌والو طالبانو د دغو سیمو په ښوونځيو کې د تدریس پر یو‌شمېر مضمونونو بندیز لګولی دی. خو د دغه ولایت د پوهنې رياست مسوولان وايي چې د مضمونونو د تدريس چارې په عادي توګه روانې دي.

د پکتيا په پټان، څمکنيو، جانيخيلو او اريوب ځاځي ولسوالۍ سربېره په يو‌شمېر نورو سيمو کې هم وسله‌والوطالبانو د ښوونځيو آمرينو ته ويلي چې د هېوادپالنې، فرهنګ، مدني زده کړې او حرفې پرځای نور مضمونونه تدريس کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې د پکتیا ولایت  د څکمنو ولسوالي یو اوسېدونکي وایي چې طالبان په اوونۍ کې یوځل د څمکنیو عالي لیسې ته ورځي او هلته زده‌کوونکو ته د وسلې د کارولو او جهاد په اړه زده‌کړې ورکوي. نوموړی زیاتوي چې طالبان د دغې لېسې زده‌کوونکو ته خپله فکري لار ورښايي او غواړي چې دغه زده‌کوونکي د دوی په لیکو کې ورجذب کړي.

د پکتيا ولایت اوسېدونکي، سلام وطندار ته وایي چې په لومړيو کې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د طالبانو دريځ سخت و او تر شپږم ټولګي پورته يې د نجونو پر زده کړو د بنديز خبره کوله، خو دوی وایي چې د سيمې د مخورو او اوسېدونکو په هلو ځلو يې د نجونو ښوونځي تر دولسم ټولګي پورې خلاص کړي دي.

دوی وايي، اوس په ټولو ښوونځيو کې ښوونکو ته ويل شوي چې د هېواد پالنې، فرهنګ او مدني زده کړې پر ځای نور مضمونونه تدريس کړي.

په څمکنيو او پټان کې د دوو ښوونځيو امرينو چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي، سلام وطندار ته هم وایي، طالبانو د ځينو مضمونونو د تدريس مخنیوی کړی.



بل‌خوا وسله‌وال طالبان د پکتیا په یو‌شېمر ښوونځيو کې د مضونونو پر تدريس د بندیز خبره ردوي او وايي چې يوازې یې د فرهنګ په نوم مضمون باندې له پخوا بندیز لګولی او د پاتې نور مضمونونو د تدریس چارې په عادي توګه روانې دي.

د وسله‌والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد سلام وطندار ته وویل، که په ځينو سيمو کې له فرهنګ مضمون پرته پر نورو مضمونونو هم بندیز لګول شوي وي، دوی به یې پوښتنه وکړي

هغه زیاته کړه: « د امارت د تعليم او تربيه د کمېسون څخه د فرهنګ په نوم يو مضمون په لومړي سرکې بدل شوی دی چې غلط شيان يې د فرهنګ په نوم معرفي کړي وو. د ماشومانو ذهنيت يې خرابه وه، غير شرعي شيانو ته د افغانانو فرهنګ ويلی و. نور مضمونونه نه لري شوي نه د تعديل غوښتنه شوې، که په دې مورېد موږ خبر شو ځان رسوو چې ولې داسې شوي؟»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته وخت کې د پکتيا د پوهنې رياست مسوولان وايي، په دې اړه يې خبرې اورېدلي، خو وايي چې اوس په عادي توګه نجونې او هلکان ښوونځيو ته ځي او خپلې زده کړې کوي.

د پکتيا په ۴۰۶ ښوونځيو کې ماشومان زده کړې کوي چې دا مهال ډېری ښوونځي د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې فعال دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام