د ننګرهار ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د اکسېجن بیه له حده ډېره لوړه شوې او د اکسیجن د تولید کارخونې تولید کړی اکسیجن، د ډېرې ګټې لپاره نورو ولایتونو ته لېږدوي.

په ننګرهار کې د کورونا ناروغانو لپاره د درملنې مرکز کې ناروغان او د هغوی کورنۍ وايي، په دغه مرکز کې اکسېجن کم دی او که پیدا شي، نو یوه ډبه پرې له ۵ تر ۲۰۰۰۰افغانيو پلورل کېږي چې ډېری بې‌وزله کسان یې د اخیستو وس نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د جلال اباد ښا اوسېدونکی رفیع‌الله وایي چې د اکسېجن ډبو د لوړې بیې له کبله د ډېری بې‌وزله کسانو ناروغان مړه کېږي، ځکه د نوموړي په وینا، دغه کسان یې د رانیولو لپاره پیسې نه لري.

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی سعید بیا په دغه ولایت کې د اکسیجن په ناانډوله وېش نیوکه کوي او وایي چې د اکسېجن کارخونې ورته پلمه کوي چې د برښنا له امله دوی نه شي، کولای چې اکسیجن تولید کړي.

هغه وویل: «مونږ ګورو دلته خلک د اکسېجن له کمښت ورځ تر بلې مړه کیږي، خو هلته چې کارخانې ته ورشې بیا درته وایې، چې برق نشته او اکسېجن نشته یا څو ساعته به ورته صبر کوي خو زورواکي بیا په زوره له خلکو مخکې کیږي او خپلو ناروغانو ته اکسېجن وړي او زیاتره یې کابل، هرات او نورو ولایتونو ته انتقالوي او هلته یې په لوړه بیه پلوري هیله ده حکومت دې برخه کې کار وکړي.»

ننګرهار کې د اکسېجن د تولید دوه کارخونې د ورځې تر ۵۰۰ ډبو د تولید ظرفیت لري.



د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر شعیب سهاک وویل، دغو فابریکو سره یې قرارداد کړی چې دوی ته به یوه ډبه په ۴۰۰افغانۍ ورکوي، خو په وینا یې، ډېر کله دغه فابریکې په خپل وخت اکسیجن نه‌شي ورسولی. هغه یې لامل د زورواکو له لوري له کارخونو د اکسېجن اخیستل یادوي.

نوموړي وویل: «مونږ د اکسېجن لوی ننګرهار په نامه له فابریکې سره د ۲۵۰ بالونو قرارداد کړی چې د ورځې به یې د کورونا مرکز ته ورکوي، خو متاسفانه د ورځې تر سلو هم مونږ ته نه راکول کیږي او لامل یې له فابریکې د یو‌شمېر عامو او زورواکو له لوري په انفرادي ډول د اکسېجن اخیستل دي چې له امله یې په خپل وخت اکسېجن نه رسیږي او که نورو ولایتونو ته انتقالیږي په دې برخه کې مو له ولایت سره خبرې کړي تمه لرو چې یادې ستونزې مخه به ونیول شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په جلال‌اباد کې د اکسېجن د تولید د یوې کارخونې مالک عبدالبشیر بیا د خلکو نیوکې او شکایتونه ناسم بولي او وايي، د برښنا نشتوالي یې کارونو ته خنډ جوړ کړی، نو ځکه ډېر اکسیجن نه شي تولیدولی.

نوموړی زیاتوي چې لویه ستونزه یې د برښنا ده او که په شخصي لګښت له برښنا څخه کار واخلي، نو اړ دي چې د اکسیجن د ډبې بیه لوړه کړي. هغه وویل، که د برښنا ستونزه هواره شي، کولای شي چې د ننګرهار سربېره د یو‌شمېر نورو ولایتونو د اړتیا وړ اکسېجن هم تولید کړي.

په هېواد کې د کویډ ۱۹ ناروغۍ د درېيمې څپې پراخېدو سره‌ هم‌مهاله نورو ولایتونو کې هم ناروغ‌لرونکي د اکسېجن کمښت څخه سر ټکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام