د برښنا پایو د ساتنې نوې طرحه؛ هرې پایې ته دوه ساتونکي ګومارل شوي

د پروان د برښنا ریاست مسوولان وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي معاونیت د کابل په شمال کې د برښنا پایو د چپه کولو مخنیوي لپاره نوې طرحه برابره کړې ده.
د پروان د برښنا رییس روح‌الله ساجد سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده غونډه کې د پایو چپه کولو د مخنیوي په موخه پرېکړه شوې چې د هرې پایې لپاره به دوه دوه ساتونکي وګومارل شي.

شاوخوا ۶۰۰ امریکايي سرتېري د ډیپلوماټانو د امنیت لپاره افغانستان کې پاتې کېږي

یو امریکايی ډيپلوماټ وايي، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سفارت د امنیت ساتنې په موخه شاوخوا ۶۰۰ سرتېري په دغه هېواد کې پرېږدي. دغه ډيپلوماټ ټینګار کوي چې ټول د افغان سولې پروسې د دوام په اړه ناهیلي دي او امریکا هڅه کوي چې د خپلو سیمه‌ييزو شریکانو په مرسته طالبان خبرواترو ته اړ کړي.

موندنې؛ ایران د فراه او هرات په جګړه کې غوښن لاس لري

د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه د فراه ولایت لاش‌او جوین ولسوالي له درې ورځې کلابندۍ وروسته د طالبانو له لوري ونیول شوه، یوه ورځ وروسته طالبانو پر انار‌ درې هم ولکه وکړه. د انار درې په شمال کې د کلابندو سرتېرو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي په پار پشت‌کوه ولسوالي د فراه ښار ته ولېږدېده او دغه درې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې.

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۸۰ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۸۰ کسان مړه کړي او ۱۵۳۱ نور پر دغه ویروس اخته شوي دي. تازه پېښې د څلور زره او ۹۹۴ شکمنو نمونو د کتلو له پایلې ترلاسه شوې دي. دغه راز، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۰۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي. د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د د مړینې او اخته کېدو د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۱۵ زره او ۶۱۵ ته او د مړو شویو هغو هم څلور زره او ۷۳۰ ته رسېږي.