یوه امریکايي ډيپلوماټ سلام‌وطندار ته ویلي چې ټاکل شوې امریکا په افغانستان کې د خپل سفارت د امنیت ساتنې او د کابل هوايي ډګر کې د هغوی لپاره د نورو اسانتیاوو برابرولو په موخه شاوخوا ۶۰۰ سرتېري په دغه هېواد کې پرېږدي.

دغه امریکايي ډيپلوماټ ټینګار کوي چې ټول د افغان سولې پروسې د دوام په اړه ناهیلي دي او امریکا هڅه کوي چې د خپلو سیمه‌ييزو شریکانو په مرسته طالبان مانالرونکو خبرواترو ته اړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه امریکايي ډیپلوماټ زیاتوي: «ټول د سولې پروسې له ورو پرمختګ څخه ناهیلي دي. داسې هڅې وشوې چې طالبان له یوې طرحې سره د سولې پروسه کې ګډون وکړي، د طالبانو کمزوري او د استانبول د سولې ناسته کې ګډون ته د دې ډلې نه لېوالتیا، نړیواله ټولنه او افغان حکومت ناهیلی کوي. موږ د قطر، پاکستان او ان روسیې او چین په ګډون، له خپلو سیمه‌ييزو شریکانو سره د ترویکا هڅو په دوام، پر هغو لاروچارو کار کوو چې طالبان په مانالرونکو خبرواترو کې ونډې اخیستو ته اړ کړو.»



دا په داسې حال کې ده چې اسوشیېټېډ پرېس تر دې مخکې د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي و چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم ۶۵۰ امریکايي سرتېري د خپلو ډیپلوماټانو د امنیت خوندیتوب په موخه په یاد هېواد کې پاتې کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

امریکايي چارواکو ویلي چې ټاکل شوې سلګونه سرتېري تر سپټمبر میاشتې پورې د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو په برخه کې له ترکي سرتېرو سره همکاري وکړي.

ټاکل شوې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر د اعلان شوي پلان له مخې، د روان زېږدیز کال د سپټمبر تر یوولسمې پورې بشپړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام