د پروان د برښنا ریاست مسوولان وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي معاونیت د کابل په شمال کې د برښنا پایو د الوځولو ډېروالي ته په کتو د یادو پایو د چپه کولو مخنیوي غونډه کې دا موضوع ارزولې ده.

د پروان د برښنا رییس روح‌الله ساجد سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده غونډه کې د پایو چپه کولو د مخنیوي په غونډه کې پر بېلابېلو لاروچارو بحث شوی او په پای کې پرېکړه شوې چې لپاره یې ساتونکي وګومارل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د هرې پایې د ساتنې لپاره دوه ساتونکي په پام کې نیول شوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له بودیجې او ولسوالیو د امنیې قوماندانیو له لارې به د میاشتې پنځه پنځه زره افغانۍ ورکړل شي. هغه زیاتوي، اوس ټول‌ټال ۱۸۴ پایې دي او دا پرېکړه په سوېلي سالنګ کې د دوو هغو له چپه کېدو وروسته شوې ده.



په همدې حال کې د پروان ولایت د سالنګ ولسوال اغاشېرین ندیم وايي، ورته د رسېدلو لارښودونو له مخې، د ولسوالیو امنیه قوماندانانو یاد ساتونکي ګومارلي او مدیریت یې هم د کشفي او امنیتي ادارو پر غاړه دی.

هغه وايي، په سالنګ ولسوالي کې د برښنا د لوړ ولټاژ ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا ۸۱ پایې شته او ۱۶۲ ساتونکي ورته ګومارل شوي او په وینا یې، پیسې هم برښنا شرکت ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د برښنا پایو د ساتنې لپاره ساتونکي ګومارل شوي، خو بیا هم په دوو بېلابېلو پېښو کې د برښنا پایې چپه شوې دي. په لومړۍ پېښه کې په سالنګ ولسوالي کې د برښنا یوه پایه او په بله کې یې هم چې بېګاه وشوه، د یادې ولسوالي په رباط سیمه کې د برښنا یوه پایه چپه شوه او له کبله یې د کابل په ګډون، د شاوخوا لسو ولایتونو برښنا پرې شوه.

د مسوولو سرچینو د معلوماتو له مخې، د کابل له خیرخانې کوتل نه د سوېلي سالنګ تر تونل پورې د برښنا ۱۸۴ پایې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام